صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ستانكزى: د افغانستان دکرېکټ د غوره ليګ سيالۍ په ۲۰۱۸م كال په اماراتو کې کېږي

ستانكزى: د افغانستان دکرېکټ د غوره ليګ سيالۍ په ۲۰۱۸م كال په اماراتو کې کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولين وايي: (( اې. پي. ال )) يا د افغانستان د کرېکټ غوره ليګ سيالۍ به په ډېرو لوړو معيارونو د لسګونو افغان او بهرنيو لوبغاړو په ګډون په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شي.د دغه بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: دغه ليګ به د نړۍ د نورو ليګونو په شان له ډېرو نوښتونو سره ترسره شي.

نوموړي زياته کړه: (( تر ټولو نه ډېر ستر زيرى دا دى چې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان د غوره ليګ يا (( اې. پي. ال)) سياليو نېټه به تاسو ته راتلونکې اوونۍ اعلان کړو، دا وعده د افغانستان کرېکټ بورډ وكړه چې دغه ليګ به د نړۍ د يوه ليګ نه هم کم نه وي.)) ښاغلى ستانکزى وايي: د دغه ليګ له لارې به د افغانستان کرېکټ بورډ ډېر عوايد هم ترلاسه کړي.د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په (( اې. پي. ال)) ليګ کې به پنځه لوبډلې وي او د ۹۰ افغان لوبغاړو ترڅنګ به د کرېکټ د نړۍ زياتره وتلي لوبغاړي هم ولوبېږي.د کرېکټ بورډ د مسوولينو په خبره د دغه ليګ ټولې چارې پاى ته رسېدلي او په راتلونکو څو ورځو کې به د دغو سياليو قرارداد له يوې کمپنۍ سره لاسليک شي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې هر کال د شپږيزې په نوم هم سوداګريزې سيالۍ ترسره کېږي. د دغو سياليو په پنځم پړاو کې چې څو مياشتې مخکې د لسګونو بهرنيو لوبغاړو په ګډون چې په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې ورباندې شااوخو ۱۱۵ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې وه.په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون مسوولين د کرېکټ بورډ دغه اقدام د افغانستان د کرېکټ او لوبغاړو لپاره ډېر ګټور بولي، خو په کور دننه د داشان سياليو لپاره د زمينې پر برابرولو ټينګار کوي.د دغه فدراسيون مشر ساير ځلاند آزادۍ راډيو ته وويل:    د افغانستان د غوره ليګ سياليو د ښو ترسره کېدو لپاره د وړو کدرونو او ظرفيتونو کمي احساسېږي چې د کرېکټ بورډ اداره بايد ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: (( په ټوله کې دا ښه اقدام دى چې موږ دوه ليګونه ولرو يو په داخل کې او بل په بهر کې چې افغان او نړيوال لوبغاړي په کې برخه واخلي، يوه ستونزه دا ده ، چې د دغو ليګونو د ښو ترسره کېدو لپاره د ظرفيتونو کمى محسوسېږي او دغه ظرفيتونه په هېواد کې شته چې د دغو ليګونو په ښه والي کې همکاري وکړي.)) د کرېکټ په نړۍ کې د هندوستان (( آى. پي. ال)) د اسټراليا ((بګ. باش)) د بنګله دېش ((بي. پي. ال)) د وېسټ انډيز ((سي. پي. ال)) او د پاکستان ((سي. پي. ال)) هغه مشهور ليګونه دي چې هر کال ترسره کېږي، خو دا لومړى ځل دى چې د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان د کرېکټ غوره ليګ يا ((اې. پي. ال )) سياليو د ترسره کولو تابيا کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha