صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د نابينايانو د کرېکټ لوبې ترسره شوې

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د نابينايانو د کرېکټ لوبې ترسره شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د نابينايانو کرېکټ لوبغاړو په جلال آباد ښار کې د کرېکټ د شپږ اوريزو لوبو ټورنمنټ ترسره کړ.دغه لوبې په ختيځ کې د نابينايانو د ټولنې او سويډن کمېټې له لوري برابرې شوې وې، چې د ننګرهار، کونړ او بلخ له ولايتونو څخه په کې لسګونه نابينا لوبغاړو ګډون کړى و.

په افغانستان کې د سويډن کمېټې د سپورت د برخې مسوول شاه خسرو وويل:  د لومړي ځل لپاره يې د ټول هېواد په کچه د ننګرهار، کونړ او بلخ له ولايتونو څخه د نابينايانو درېيو لوبډلو ته په دغه ټورنمنټ کې برخه ورکړې، چې پاىلوبه يې کونړ لوبډلې له ننګرهار څخه وګټله.

دى وايي: دغه لوبې له بينا لوبغاړو سره په ستر توپير کېږي، چې ځانګړې غږيزې الې، کم اورونه او بونډرۍ يې هم په کم مساحت کې وي.: (( د نابينايانو کرېکټ له بينا لوبغاړو سره ستر توپير لري او موږه په دې لوبې سره دوى ته توپ هم زنګ داره جوړ کړى، چې دوى ته د مځکې په سر توپ اچونه کېږي، د دوى بونډرۍ هم نږدې دي.))په ختيځ کې د سويډن کمېټي د معلولينو د برخې مسوول فريد الله مشفق وايي:  د دغه ډول سياليو دترسره کولو موخه د معلولينو له حقونو د ټولنې خبرول او دوى په خپله ځان باوري کول دي.د مشفق پر وينا: د نابينا لوبغاړي لپاره توپ وهنه د مځکې په سر د توپ په ګوزارولو پيلېږي. دى وايي:  هڅې يې پيل کړي، چې په نږدې را تلونکي کې له کرېکټ بورډ سره ددغو لوبو د لا پياوړتيا په موخه اوږد مهاله همکاري پيل کړي.د نابينايانود ټولنې مشر فضل غني بشر دوست وويل:  د يو شمېر مرستندويو ادارو په مرسته يې له دغه ډول لوبو څخه يې موخه د معلولو نابينا وګړو پرحقوق پېژندنې سربېره په ټولنه کې د معلولينو په اړه د خلکو د ناسمو فکرونو اصلاح ده.له بلخ، کونړ اوننګرهار ولايتونو څخه په دغو لوبو کې يو شمېر نابينا لوبېدونکو لوبغاړو له کليد سره په خبرو کې خوښي وښوده، چې ددوى لپاره دغه ډول لوبې برابرېږي.نابينايان وايي: د کرېکټ لوبو پر ترسره کېدلو سربېره د ټولنې په ګڼو کارونو کې له بينا وګړو سره کار کولاى شي.: (( زما نوم ظفرخان ساپى دى، له کونړه راغلى يم، بېټنګ هم کولاى شم او بالنګ هم. موږ ټولنې ته دا وايو ، چې موږ ناتوانه نه يوو،له بينا وګړو سره هر ډول مرسته کولاى شو.)) د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې دا لومړى ځل دى، چې په ننګرهار کې د نابينا وګړو لپاره د کرېکټ لوبو تورنمنټ جوړېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha