صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په باميانو کې د څه د پاسه ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوى د لوبو سټډيوم پرانيستل شو

په باميانو کې د څه د پاسه ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوى د لوبو سټډيوم پرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په باميانو کې د ۲۲ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ شوى د لوبو سټډيوم څه موده وړاندې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دا سټډيوم، چې د دې ولايت د ښاروالۍ له بودجې څخه يې لګښت ورکړل شوى، ۱۰۷۱۰ مټره مربع مساحت لري او د فوټبال لوبغالي لپاره په کې ۶۰۸۰ مټره مربع مصنوعي چمن لګول شوى دى. د باميانو والي محمد طاهر زهير د سټډيوم د پرانيستې په مراسمو کې وويل:  د ښاروالۍ بودجه به د دې ولايت د ځوانانو اړتياوو ته په کتو مصرفېږي.نوموړي له بامياني ورزشکارانو سره ژمنه وکړه، چې راتلونکي کال ته ورزشي پارک هم، چې د ورزشکارانو لويه غوښتنه ده، جوړوي. په دغه سټديوم کې د څلورو مياشتو په موده کې د فوټبال لپاره يو زرغون لوبغالى، دوه د واليبال لوبغالي او څلور اداري خونې جوړې شوې دي.بامياني ورزشکاران د سټډيوم په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې له کبله يې د دوى ډېرې ستونزې حل شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha