صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان او آيرلنډ درې يو ورځنۍ سيالۍ کوي

افغانستان او آيرلنډ درې يو ورځنۍ سيالۍ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان او آيرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې به راتلونکې مياشت د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې ۳ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې وکړي.

دا لوبې به د شپې او ورځې له لوري د دسمبر په ۵، ۷، او ۱۰ مه وي.آيرلنډ به له دې مخکې د دسمبر په ۲مه په دوبۍ کې له سکاټلنډ سره د کرکټ د نړيوالې شورا په نړيوال کپ سياليو کې مخامخ شي.آيرلند دا سيالۍ ۴ ځلې ګټلي او اوس په درجه بندۍ يا رينکينګ کې له افغانستانه وروسته ځاى لري.آيرلنډ او افغانستان دواړه لېوال دي چې د ۲۰۱۸ميلادي كال په مارچ کې د کرېکټ د نړيوالې شورا د نړيوال جام د غوراوي له سياليو مخکې د کمو اوورونو ګڼې سيالۍ وکړي.د آيرلنډ د کرېکټ ادارې رييس وارن ډيوتروم وايي: د افغانستان او آيرلنډ سيالۍ به نه يوازې د درجه بندۍ له نظره د دوو ډېرو سره نږدې ټيمونو لوبې وي، بلکې دا به د ټېست مقام ته د دوو رسېدلو هېوادونو سيالۍ وي.د افغانستان د کرکېټ بورډ اجرائيوې رييس شفيق الله ستانکزي هم دا سيالۍ د دواړو هېوادونو د لوبډلو لپاره يو ښه فرصت وباله.د افغانستان او آيرلنډ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه  به د دسمبر په پنځمه  (سې شنبه) د شارجې د کرېکټ په لوبغالي کې وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha