صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر ليګ کې نه لوبېږي

افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر ليګ کې نه لوبېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر ليګ کې نه لوبېږي

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افريدى وايي چې هېڅ افغان لوبغاړى به د پاکستان د سوپر ليګ په سياليو کې برخه وانه خلي. ښاغلي افريدي امريکا غږ اشنا ته وويل چې د نهو افغان لوبغاړو نومونه په بولۍ کې وو،

خو (( د افغانستان کرېکټ بورډ مکتوب استولى او ويلي يې چې افغان لوبغاړي به ونه شي کولى په پي اس ال کې ولوبېږي، ځکه چې په دغه وخت کې افغانستان د ۲۰۱۹ م کال د نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې برخه اخلي.)) ښاغلي افريدي وويل چې دوى له مخکې پلان نيولى و چې راشد خان به د پېښور زلمي لوبډلې کې ونيسي، خو ونه شو. هغه وايي د ويسټ انډيز او زمبابوې لوبغاړي به هم په دغو سياليو کې برخه نه شي اخيستلى، ځکه چې هغوى هم د غوراوي په سياليو کې برخه اخلي. د پاکستان د سوپر ليګ په سياليو کې د ۵۰۱ پاکستاني او نړيوالو لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې شوي چې د محمد نبي، راشد خان، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، سمېع الله شينواري، ظاهر خان او شرف الدين اشرف نومونه هم په کې وو. د افغانستان د کرېکټ بورډ د مطبوعاتو مسوول لطف الله ستانکزي امريکا غږ ته وويل که افغان لوبډله لوبه ولري، لوبغاړي نه شي کولى په بهرنيو تجارتي ليګونو کې ولوبېږي، ځکه چې هېواد يې ورته ضرورت لري. په لومړي ځل د پي اېس ال په سياليو کې محمد نبي ولوبېد او وځلېد. تېرکال هم د ځينو افغان لوبغاړو نومونه د دغو سياليو بولۍ ته وړاندې شوي وو، خود افغان لوبډلې د بوختياوو له کبله يو هم ونه لوبېد. د ۲۰۱۹م  کال د غوراوي سيالۍ د ۲۰۱۸م  کال د مارچ په مياشت کې په زمبابوې کې کېږي چې افغانستان، ويسټ انډيز، زمبابوې، ايرلېنډ او شپږ نورو ټيمونه په کې برخه اخلي، له دې به دوه ټيمونه نړيوال جام ته وځي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha