صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د کرېکټ دوه نوي افغان ستوري

د کرېکټ دوه نوي افغان ستوري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کرېکټ دوه نوي افغان ستوري

د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په آسىايي اتلولىو کې مجىب ځدراڼ د پاکستان شپږ لوبغاړي وسوځول او د نړۍ په فرسټ کلاس سىالىو کې بهىر شاه محبوب نړىوال رىکارډ ټىنګ کړ.د لوبو مىنه وال په منل شوىو ستورو ډاډه وي او هىلې ىې له نوىو ټوکېدلو ستورو څخه وي.

 ىو کال وړاندې راشد خان زلمى لوبغاړى و، اوس د ملي لوبډلې مرستىال کپتان او په نړىواله کچه منل شوى ستورى دى.ظاهر خان له ۱۹ کلنو لوبډلې سر را اوچت کړ، په شپږىزه سىالىو کې وځلېد او اوس د بنګله دېش په لىګ کې ومنل شو.دوه نور ستوري هم په همدې پله روان دي. دوى دواړه هم د ۱۹ کلنو په لوبډلو کې خپل جوهر ښيي.مجىب ځدراڼ تر روانو آسىايي اتلولىو وړاندې په بنګله دېش کې د ۱۹ کلنو په ىو ورځنىو سىالىو کې ۱۷ کسه وسوځول چې ددغه عمر په کتار کې نړىوال رىکارډ و. بل هېڅ لوبغاړي د ۱۹ کلنو لوبډلو په ىوه سرىز کې دومره لوبغاړي نه و سوځولي.مجىب اوس د آسىا په اتلولىو کې د پاکستان د پىاړوې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول.د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډله تل پىاوړې وه او ملي لوبډلې ته ىې مهم لوبغاړي ورکړي دي. د پاکستان د ملي لوبډلې اوسنى کپتان سرفراز احمد هم ىو وخت د ۱۹ کلنو د لوبډلې لوبغاړى و.مجىب ځدراڼ تېر کال د افغانستان په کورنىو شل اورىزو لوبو کې هم ځلېدلى و. دغه په ونه دنګي سپين ىا ورو بالر د لوبې د مبصرىنو پر وىنا ښه راتلونکى لري ، خو که د راشد ارمان غوندې پرله پسې لوبې،  دخپلې روغتىا او د بدن د فزىکي پىاوړتىا لپاره وکړي،  نو بې له شکه چې د راشد ارمان تر څنګ به ىې په ملي لوبډله کې هم ووىنو. مجىب او راشد بالران دي، افغانستان تل ښه بالران موندلي، خو د ټولو اندېښنه به دا وي چې افغانستان ښه منډه جوړونکى نه مومي.بهىر شاه محبوب: ىو بل ۱۹ کلن لوبغاړى بهىر شاه محبوب ښايي دغه اندېښنه تر ىوه ځاىه کمه کړي.په کونړ کې زېږېدلي محبوب لوبغاړي ته د افغانستان د فرسټ کلاس سىالىو په ترڅ کې سپىن غر ځاى ورکړى دى.په خپلو لومړنىو څلورو لوبو کې بهىر شاه ټول ټال ۸۳۱ منډې کړي دي. د کرېکټ په تارىخ کې بل هېچا دومره برىالى پىل نه درلود.  دوىم تر ټولو برىالى لوبغاړى د استرالىا د ملي لوبډلې لوبغاړى ډبلىو پاسنفورډ و چې په ۱۹۰۰ م کال کې زېږېدلى و او په خپلو لومړنىو څلورو فرسټ کلاس لوبو کې ىې ۷۴۱ منډې کړې وې، بهىر ۹۰ منډې ترې ډېرې لري.بهىر په خپله لومړنۍ لوبه کې ناسوځېدلې ۲۵۶ منډې وکړې. په دوىمه لوبه کې ىې ۱۱۱، په درېىمه کې ىې ۱۱۶ او په څلورمه کې ىې ىو ځل بىا ناسوځېدلې ۳۰۳ منډې درلودې.د بهىر دا سلىزې ډېرې د پام وړ وې چې سټراىک رېټ ىا د منډو سرعت ىې په هر سلو توپونو كې د ۶۰ په شاوخوا کې و.دا په دې مانا دي چې دى د غړپ او تړق ىا په توکل نه دى لګىا ، بلکې هر توپ ته په پام لوبه کوي، د دقت ، حوصلې او د تمرکز وړتىا ىې د ىادونې وړ ده.ځىنې ښايي ووايي،  چې د افغانستان په فرسټ کلاس لوبو کې ښايي بهىر له خورا تکړه بالرانو سره لا نه وي مخامخ شوى،  خو لوبغاړى ىوازې هغه لوبولى شي چې سىالۍ ته ىې رامخته شوي وي.دا منډې به بهىر ته ډاډ ورکړي او هغه ورځ به لرې نه وي،  چې په نړىواله کچه هم دى د خپل بخت ازموىلو موقع ومومي.د زلمو لوبغاړو په باب عموماً ىوه خبره مشهوره وي چې ژر غوړېږي او ژر مړاوي کېږي.افغان کرېکټ مىنه وال او کرېکټ بورډ باىد دغه اصل هېر نه کړي او دغه زلمي لوبغاړي ګام په ګام وپالي، له مړاوي کېدو ىې وژغوري او دومره بار ىې په اوږو وربار نه کړي چې د دوى تنکۍ اوږې ىې د وړلو توان ونه لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha