صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ډين جونز د ملي لوبډلې لنډمهالې روزونکی ګومارل شوی

ډين جونز د ملي لوبډلې لنډمهالې روزونکی ګومارل شوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډين جونز د ملي لوبډلې لنډمهالې روزونکی ګومارل شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: د ملي لوبډلې لپاره يې ډين جونز د هانګ کانګ پر وړاندې د انټرکانټينېنټل کپ د څلور ورځنيو لوبو د لنډمهاله مشر روزونکي په توګه ګومارلی دی.

ډين جونز د استراليا پخوانی لوبغاړی او په کابل کې د شپږيزې ليګ مبصر و. د ۲۰۱۵ کال له اكتوبر څخه را په دې خوا دا د افغان ملي لوبډلې درېـيم روزونکى دی. د ملي لوبډلې د پخواني مشر روزونکي لال چند راجپوت د کاري تړون د مودې په پای ته رسېدو سره د افغانستان دکرېکټ بورډ چارواکو ويلي وو، دا چې افغانستان د کرېکټ د نړيوالې ټولنې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، دوی داسې روزونکي ته اړتيا لري چې نړيواله تجربه ولري. افغانستان په تېرو ۵ کلونو کې پنځه ځله روزونکي بدل کړي. له ښاغلي راجپوټ نه مخکې د پاکستان انظمام الحق، د انګلستان انډي مول، راشد لطيف او کبير خان د ملي لوبډلې روزونکي وو. ښاغلي جونز هغه مهال د افغانانو پام ځان ته ور واړاوه چې په کابل کې د شپږيزې پر مهال له بريده وروسته پاتی شو او نورو يې هم د پاتې کېدو غوښتنه وکړه. ده له دې خبرې سره د ډېرو افغانانو زړونه خپل کړل چې له افغانستانه د بهرنيو لوبغاړو د وتلو غوښتنې يې (( دوه مخيتوب )) وباله او ويې ويل: (( افغانستان ته له ورتگ وړاندې په شته خطرونو خبر وم...موږ په دې پوهېدو چې دا دلته پېښېداى شي.))  کرېکټ بورډ وايي: (( دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفره وروسته پر اوږد مهاله تړون غور وکړي.))

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha