صفحه اصلی | hiwad | لوبې | لوبې د جسمي پياوړتيا ترڅنګ روحي تسکين هم را منځ ته کوي

لوبې د جسمي پياوړتيا ترڅنګ روحي تسکين هم را منځ ته کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
لوبې د جسمي پياوړتيا ترڅنګ روحي تسکين هم را منځ ته کوي

وړتيا اومهارت په زياراوتمرين حاصلېږي اودانسانانوترمنځ يوازنۍ هغه وړتيا چې په نظري توګه نه ، بلکې په عملي تمرين حاصلېږي سپورت دی او سپورت د بدن يوه داسې حرکتي عمليه ده چې نه يوازې مټې اود بدن نورعضلات قوي کوي ،

بلكې جسمي پياوړتيا هم رامنځته کوي  دا چې سپورتي کارونه د روحي تسکين سبب کېږي او سپورتمين په ټولو حالاتو کې په ځان باوري کوي،  هغه څوک چې دوامداره سپورت کوي د هغه چا په نسبت چې له سپورت سره مينه نه لري ، تل په ځان متکي او ډاډه وي او که يې په ساده الفاظو او کلماتو ووايو: سپورتمين په ټولنه کې دخلکو ترمنځ د ډار او ويرې احساس نه کوي. زموږ په دغه دليل دوه اړخه موجود دي لومړی داچې سپورت کوونکي ډاډه وي ، چې که مې څوک فزيکي تاوتريخوالي ته اړ کړي او په جګړه ور سره واوړم  ډبول نه خورم او بل مهم اصل يې دادى چې دعادي کسانو په پرتله د سپورت کوونکي بدن د ضربې په مقابل کې قوي معافيت او مقاومت لري او وړې ضربې اصلاً په ده کوم اغېز نه شي کولای اونه کوم زيان ورته اړولای شي ، په نړۍ کې ډېرې لوبې موجودې دي چې ځينې يې په يوه هېواد پورې اړه لري ،خو يو شمېر نورې يې عامې وي چې نړيوالې سپورتي سيالۍ هم په كې شامېلاى شي. خبره که را لنډه کړو ښه به وي دلته زموږ موخه د بوکسنګ د لوبې په اړه ده او موږ ددغه لوبې له تکړه ترينرشاغلي رفيع الله صابري سره مرکه کړې،  چې ستاسې پام يې لو ستلو ته را اړوو

د ده پر وينا : تر هرڅه لومړی هر لوبه کوونکى بايد سپورتي نېک او حسنه اخلاق ولري او د دې لپاره د کومې ځانګړې لوبې تمرين ونه کړي چې چاته د ځورونې سبب شي ، بلکې د هغه لومړنى نيت بايد د عضلاتو قوي کېدل او د مهارت حاصول وي .

 نوموړی زياته وي : سپورت ډېرډولونه لري اوهر ډول سپورت د سړي بدن قوي کوي. نړيوالې او په يوه ځانګړې هېواد پورې تړلې لوبې ښايي زښته ډېرې وي اوشمېره يې سلګونو ته ورسېږي ، خو د دې لوبو ترمنځ يوه هم د بوکسنګ لوبه ده چې لاس، مټې او د سوک ضربه قوي کوي.

ښاغلى رفيع الله صابري د بو کسنګ د لوبې د تاريخي بګروند په اړه وايي : دا د پخواني يونان له زمانې را پاتې  يوه پېژندل شوې نړيواله لوبه ده ، چې په يونان کې د المپيا د غرو په لمنو کې به ترسره کېده .

ددې لوبې د تکتيک او تخنيک په اړه ښاغلى صابري ووايي : لکه د مخه مو چې وويل ، بوکسنګ يوه داسې لرغونې لوبه ده چې ځانګړي  حرکات لري او حرکات يې له نورو سپورتي لوبو څخه نه دي ترکيب شوي، بلکې د نورو لوبوځينې حرکات له بو کسنګ څخه تقليد شوی دي

د خپلو عملي فعاليتونو په اړه رفيع الله صابري وايي : اوس په خوشحال خان مينه ، دهمزنګ او بهارستان کې سپورتي کلپونه لرم چې په هرکلپ کې په لسګونو ځوان شاګردان تمرين کوي اوزما دغه ټول کلپونه له حکومت سره را جستر دي .

ددې پو ښتنې په ځواب کې آيا په نړيوالو سياليو کې مو ګډون کړى که نه ؟  ښاغلي صابري وويل : دغه ځواب منفي دى، ځکه تر اوسه پورې ماته په سياليو کې د ګډون لپاره  بهرته د تلو زمينه نه ده برابره شوې او زه دې ته حاضر يم چې د هېواد او بهر په کچه له هرچا سره د سياليو ډګر ته را ووځم او نور هيله لرم چې له تعصب، تبعيض، واسطې او پيسو پرته په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره ددې لوبې ماهرو لوبغاړو ته پاملرنه وشي چې دا زموږ د هېواد  په ګټه هم ده .

د ده پر وينا ،چې ما نه ، خو زما ډېرو شاګردانو په نړيوالو سياليو کې ګډون کړى چې له ښو پايلو سره هېواد ته را ستانه شوي دي .

داچې صابري د سپورت  په دې څانګه کې څو کلنه سابقه لري په دې اړه وايي : له کومه چې په افغانستان کې په نړيوالو معيارونو برابره او موډرنه  د بو کسنګ لوبه پيل شوې ما دغه تمرين پيل کړى چې البته د ۱۵ کلونو را په دې خوا زما مربي فهيم احمد زی دى ، چې په بو کسنګ کې نړيوال شهرت لري او ما يې تر نظرلاندې تمرين کړى دى.     

                     حيا ت الله حليم

 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha