صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان ورزشكاره؛ له کډوالۍ د مانچسټر ترفوټبال لوبډلې

افغان ورزشكاره؛ له کډوالۍ د مانچسټر ترفوټبال لوبډلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ښځو د سوپر ليګ اتلولۍ لپاره مانچسټر سيټي د ډنمارک د ښځينه فوټبال له افغان لوبغاړې (( ناديې نديم )) سره تړون لاسليک کړى.

۲۹ کلنه ناديه په افغانستان کې زيږېدلې چې په پام کې ده له مانچسټر سيټي سره به راتلونکې جنورۍ مياشت کې يوځاى شي او په امريکا کې يې له اوسنۍ لوبډلې (( پورټلنډ ترونز )) سره لوبېدل پاى ته رسېږي. نوموړې د هغې ډنمارکۍ لوبډلې لوبغاړې وه چې د کوربه هالنډ له خوا د اروپا ۲۰۱۷ م كال اتلوليو پايلوبه کې يې ماتې وخوړه.  دا وايي: (( ما تل غوښتل اروپا ته په يوه لوى ټيم کې د لوبېدو لپاره ستنه شم. وياړم چې له مانچسټر سيټي سره يوځاى کېږم؛ ځکه چې دا په اروپا کې له لويو لوبډلو ګڼل کېږي. په دغه لوبډله کې لوبېدل زما د ارمان پوره کېدل دي.)) ناديه نديم يوه له هغو افغانانو ده چې د پلار له مرګ وروسته په ۲۰۰۰ ميلادي کال پر افغانستان د طالبانو د واک تر اخيستو وروسته په ۱۲ کلنۍ کې له خپلې مور او څلورو خويندو سره د جګړو له کبله کابل پرېښود او ډنمارک ته کډواله شوه. دا وايي: (( لومړى مو پلازمېنه کوپنهاګن کې دوې اوونۍ تېرې کړې او هلته په يوه کمپ(چې زندان غوندې و) اوسېدو. بيا يې د ډنمارک درېيم لوى ښار يوتلنډ ته يوړو او هلته څو مياشتې د کډوالو په يوه کمپ کې پاتې شوو.))

دوى د ډنمارک د کډوالو يوه کمپ ته ورسېدل او هلته ناديې د فوټبال لوبه پيل کړه، چې تر اوسه يې ۲۲ ګوله کړي او ۷۴ نړيوال کپونه يې ترلاسه کړي. په امريکا کې د فوټپال د ښځينه ملي لوبډلې ليګ کې د لوبېدو پرمهال، ناديه د طب د ښوونځي زده کوونکې هم ده. نوموړې بي بي سي ته وويل: (( له لوبې بهر زه هڅه کوم خپل ښوونځي ته دوام ورکړم او د لوبو پرمهال تمرکز پر فوټبال کوم .په فوټبال کې له لوبېدو سره مينه لرم، دا زما د خوښې کار دى، خو غواړم ترڅنګ يې نور څه هم ولرم. کله چې خپل درسونه ختم کړم ډاکټره به شم، ډېره به خوشحاله يم چې خپل تعليم مې بشپړ کړى وي.)) ناديه تېر کال د پورټلنډترونز په لوبډله کې ولوبېده، چې دغې لوبډلې په ليګ کې دويم مقام ګټلى او پنځه ګولونه يې کړي دي. ناديه په فوټبال کې مهاجمه ده، چې په نهو ژبو (ډنمارکۍ، انګليسي، جرمني، فارسي، دري، اردو، هندي، عربي او فرانسوي) خبرې کولى شي او اوسمهال د طب محصله هم ده. ناديې په ۲۰۰۶ م کال له آى کې سلوبکېن سره خپل تړون لاسليک کړ او بيا وروسته له فورټونا هيورنګ سره يوځاى شوه. هغې په ۲۰۰۸ م کال د ډنمارک تابعيت ترلاسه کړ او په ۲۰۱۴ م کال د امريکا متحدو ايالتونو د ښځينه فوټبال له ملي لوبډلې سره يوځاى شوه او له پورټلنډترونز سره تر يوځاى کېدا مخکې د سکاى بلو اېف سي لوبډلې په ګټه ولوبېده. دا وايي: (( ډېره خوشحاله يم چې له مانچسټر سيټي سره يوځاى کېږم. هېڅ بل غوره غوراوى نه و. سيټي د ښځينه فوټبال په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې او زه غواړم د هغه تاريخ يوه برخه شم چې دوى يې جوړوي.))

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha