صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغان معلولو سرتېرو د کاناډا «نه ماتېدونکو» سياليو اتلولي وگټله

افغان معلولو سرتېرو د کاناډا «نه ماتېدونکو» سياليو اتلولي وگټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د ملي اردو ۷ معلول منسوبين په کاناډا کې د « نه ماتېدونکي» په نوم په سياليو كې له بريا سره هېواد ته راستانه شول. د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي: لکه څنګه چې د هېواد د ملي اردو منسوبين د دښمنانو پر وړاندې د خاورې د ساتنې،

ملي ارزښتونو، حکومت او د قانون له حاکميته په مېړانه او برياليتوب دفاع کوي، معلول منسوبين هم کولى شي، د هېواد د پرمختګ، فرهنګ، اقتصاد او ورزش په برخو کې لاسته راوړنې ولري. طارق شاه بهرامي دا خبره د سې شنبې په ورځ د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې، د کاناډا له ورزشي سياليو د ملي اردو د اوو معلولو منسوبينو، د راستنېدنې د هرکلي په مراسمو کې وکړه. نوموړي زياته کړه: (( زموږ د اردو اتلو معلولينو چې په ټورنتو ښار کې يې د معلولينو په سياليو کې برخه اخيستې وه، نن ډک لاس هېواد ته راستانه شول، د خوښۍ دا خبره ده چې په دې سياليو کې د اوولسو هېوادونو ۵۵۰ لوبغاړو ګډون کړى و او زموږ د ګران هېواد د اتل اردو اتل معلولين وتوانېدل چې د اتلوالۍ لقب واخلي.)) دغه مسابقې دوې اوونۍ مخکې د کاناډا په ټورنټو ښار کې جوړې شوې وې چې د افغانستان د ملي اردو ۷ معلولو ورزشکارانو په کې ګډون کړى و. د مسوولينو د معلوماتو له مخې په دغو سياليو کې پاورليفتنګ، رولينک او والېبال شامل وو. يادو سياليو درې مډالونه درلودل چې دوه يې افغانستان خپل کړي دي. په دغه سياليو کې محمد عيسى اکبري د سپينو زرو او نصير احمد د برونزو مډال ترلاسه کړى دى. محمد عيسى اکبري چې د دغو مسابقو په پاور لفتنګ کې يې مډال ګټلى له رسنيو سره په خبرو کې د هېواد پر معلولينو غږ وکړ چې له خپل توان سره سم کار وکړي او د ټولنې د اوږو بار نه شي.  نوموړي زياته کړه: (( نورو معلولينو ته مې دا پيغام دى چې مايوسه نه شي، د دوى هريو، هرکار کولى شي، که د جنګ په ‌ډګر کې يې برياليتوبونه ترلاسه کړي په نورو برخو او ورزش کې هم کولى شي چې لاسته راوړنې ولري.)) افغانستان سره له دې چې اوس لا هم په جنګ کې ښکېل هېواد دى، خو چارواکي يې د اقتصاد، فرهنګ، سوداګرۍ، ټرانزيټ او ورزش په برخو کې د پرمختګونو خبرې کوي. د افغانستان د ورزشي بنسټونو مسوولين وايي: دغه هېواد په وروستيو څو کلونو کې، د کرېکټ، فوټبال او د ورزش په ځينو نورو برخو کې، د سيم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha