صفحه اصلی | hiwad | لوبې | له ۱۶کلنۍ د کم عمر افغان لوبډله د اسيا د اتلوليو پر لور

له ۱۶کلنۍ د کم عمر افغان لوبډله د اسيا د اتلوليو پر لور

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د چين پر ضد د سويلي کوريا له بريا وروسته د افغانستان ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې د راتلونکي کال لپاره د اسيا اتلوليو ته لار وموندله.

دا اسيايي اتلوليو ته د يوې افغان لوبډلې لومړنى تګ بلل کېږي. له ۱۶ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو مقدماتي لوبې له تېرې اوونۍ راهيسې روانې وې. افغان لوبډله په (بي) ګروپ کې له ايران، لبنان، قرغيزستان، او بوتان سره يوه ځاى لوبېده. افغانستان درې برياوې درلودې او د ايران پر وړاندې يې يوه ماتې خوړلې، چې له کبله يې نهه پواينټونه وګټل. د مخکښو لوبډلو تر منځ د سيالي په صورت کې يوازې ۶ دويم ځاى درلودونکې لوبډلې مخامخ دغو سياليو ته لاره مومي، افغانستان د سويلي کوريا او چين تر منځ د سياليو پايلې انتظار کاوه.

دغه سيالۍ د صفر په مقابل کې په يوه ګول د سويلي کوريا په ګټه پاى ته ورسېده. له دې سره تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره افغانانو فوټبال لوبډله له دويم ځاى ګټونکو پنځو لوبډلو يوه شوه او سياليو ته يې لار وموندله. دغې لوبډلې دا وروستيو کې د اسيا مرکز سياليو اتلولۍ هم ګټلې.  دغه سيالۍ به راتلونکي کال په ماليزيا کې کېږي.
له
۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډلې داسې حال کې اسيايي لوبو ته لار موندلې چې د لويانو افغان فوټبال لوبډلې له دغه ډول فرصتونو خورا لږ برخمنه شوې.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha