صفحه اصلی | hiwad | لوبې | کرېکټ بورډ د هانګ كانګ په وړاندې لوبډله اعلان کړه

کرېکټ بورډ د هانګ كانګ په وړاندې لوبډله اعلان کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له هانګ کانګ سره د څلور ورځنۍ سيالۍ لپاره، د افغانستان دکرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري 14 کسيزه لوبډله د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان شوه.

ياده سيالي، د روانې اکتوبر مياشتې  له ۲۰ مې تر ۲۳مې نېټې پورې په هانګ کانګ کې تر سره کېږي. د هانګ کانک پر وړاندې د لوبډلې مشري اصغر ستانکزی کوي او په لوبډله کې؛ شبير نوري، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتي، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبی عيسی خېل، راشد خان ارمان، ظاهر خان پکتين، شرف الدين اشرف، دولت ځدران او محمد يمين احمدزی ګډون لري. همدا رنګه د يادې سيالۍ لپاره فريد احمد ملک، ګلبدين نايب او سمېع الله شينواری؛ د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha