صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د ۱۹کلنو ملي لوبډلې له بنګله دېشه د ۵ورځنيو سياليو لړۍ وګټله

د ۱۹کلنو ملي لوبډلې له بنګله دېشه د ۵ورځنيو سياليو لړۍ وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې د بنګله دېش له نولس کلنو څخه د ۵ يو ورځنيو سياليو لړۍ وګټله.

د دې مسابقې، چې پنځمه يا وروستۍ وه، لومړی بېټنګ افغانستان وکړ. افغان لوبغاړو سيالې لوبډلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چې دا په روانو سياليو کې له ټولو لوړ هدف و. د افغان لوبغاړو په منځ کې دروېش رسولي ۷۵ او ابراهيم ځدراڼ ۸۳ منډې وکړې. وفادار مومند د بنګله دېش ۴، قيس احمد ۳ او مجيب الرحمن رحمان ۲  بنګالي لوبغاړي وسوځول. دا سيالي افغانستان په ۳۳ منډو وګټله. او په دې توګه يې د ۵ يو ورځنيو سياليو لړۍ وګټله. د دې سياليو لومړۍ بنګله ديشي لوبډلې ګټلې وه، دوهمه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه، خو وروستۍ درې افغان لوبډلې وګټلې. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha