صفحه اصلی | hiwad | لوبې | احمد ياسين سالک قادري د بدن د ښکلا نړيوال اتل شو

احمد ياسين سالک قادري د بدن د ښکلا نړيوال اتل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
احمد ياسين سالک قادري د بدن د ښکلا نړيوال اتل شو

د افغانستان د اولمپيک کمېټه وايي: افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري په منګوليا کې د با‌‌‌‌‌‌ډي بېلډينګ نړيوال جام سياليو کې ټول هېوادونه مات کړل.

د اولمپيک کمېټې وياند احسان  نيرو ويلي، چې ښاغلي قادري ددغو سياليو اتل شوی دی.ښاغلی نيرو وايي: ۳۵ کلن ياسين قادري له څه باندې ۱۴ کلونو راهيسې د بدن د ښکلا په برخه کې فعاليت لري.د بدن د ښکلا نړيوالې سيالۍ ته له ټولې نړۍ لوبغاړي ورځي.د افغانستان اولمپيک کمېټه وايي، يوازې په کابل ښار کې د بدن د ښکلا له سلو ډېر کلپونه شته اوپه ولايتونو کې هم  له کرېکټ او فوټبال وروسته په  درېيم مقام کې ډېر مينه وال لري.ښاغلي سالک د ۲۰۱۷ کال غوره اندام لرونکی لوبغاړی هم ګڼل شوی. په دې اوونيزه  سيالۍ کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو تر ۴۰۰ ډېر باډي بېلډران راغونډ شوي.د کوربه هېواد منګوليا ۶۴ ښځينه او نارينه لوبغاړو هم ګډون په کې درلود.په تېره اګېسټ مياشت کې هم ښاغلي سالک د بدن د ښکلا په برخه کې د اسيا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال يې خپل کړی و.څه باندې يوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د افغانستان د ۲۷ ولايتونو د بدن د ښکلا دلوبغاړو ترمنځ سيالۍ وشوې چې په هغې ډلې کې هم ياسين سالک او شکرالله هلمندي پايلوبې ته رسېدلی وو. چې په پای کې ياسين سالک وتوانېد د افغانستان د ماسټر سپورټس لقب ترلاسه کړي.هغه لوبې څلور ورځې روانې وې او له  ۳۲۰ ډېرو لوبغاړو ګډون په کې کړی و.

د بدني روزنې مسوولين وايي: د بدن د ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې له دوى سره ثبت دي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha