صفحه اصلی | hiwad | لوبې | اېنوېکټس: په لومړي ځل افغان لوبغاړو دوه مډالونه وګټل

اېنوېکټس: په لومړي ځل افغان لوبغاړو دوه مډالونه وګټل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اېنوېکټس: په لومړي ځل افغان لوبغاړو دوه مډالونه وګټل

د اېنوېکټس په سياليو کې- چې په جګړه کې د معلولو شويو سرتېرو تر منځ کېږي- په لومړي ځل افغانستان دوه مډالونه وګټل. د وزن پورته کولو په لوبه کې محمد عيسى اکبري د سپينو زرو او نصير احمد حليمي د ژېړو مډال خپل کړ.

 دا لومړى ځل دى چې په اېنوېکټس سياليو کې افغان لوبډله مډال ګټي. د اېنوېکټس سيالۍ د کاناډا په ټورنټو هوايي مرکز کې پيل شوې. د نړۍ د ۱۷ هېوادونو لوبغاړو په کې په ۱۲ ورزشي برخو کې ګډون کړى دى. د ټولو لوبغاړو شمېر ۵۵۰ کسانو ته رسېږي. په دغو لوبو کې د افغانستان په ناستې د واليبال لوبډله هم ګډون لري. دا سيالۍ د سپټمبر تر پايه دوام کوي. د افغانستان له لوري په دغو سيالو کې د ښاغلي اکبري او حليمي په ګډون رحمان الله ملنګ يار، عبدالوحيد قديمي، نصرالله ساپي، محمد فياض يوسفي او صلاح الدين ظاهر ګډون کړى.

اينوېکټس لوبې؟

د دغو لوبو بنسټ د بريتانيا د ملکې لمسي شهزاده هري اېښى چې پخپله هم په پوځ کې دى او په افغانستان کې يې د هليکوپټر پيلوټ دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان په ناستې واليبال لوبډله چې ډېر د پوځ معلول سرتېري دي، د فرانسې او برتانيا پر وړاندې لوبه کوي. د دې سياليو دپرانيستوپه مراسمو کې شهزاده هري په خپله وينا کې وويل، دى غواړي نړيوال له هغو کسانو الهام واخلي چې يونيفورم اغوندي.

ده وويل: لا هم پر دې کار کوي چې په جګړه کې د هغو قربانيو په اړه چې سرتېري يې ورکوي د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د اېنوېکټس (Invictus) سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په لندن او بيا په ۲۰۱۶ کې د امريکا په فلوريډا کې ترسره شوې.ټاکل شوې ده د دغو لوبو بل پړاو په ۲۰۱۸ کال کې د اسټراليا په سيډني ښار کې ترسره شي.  په دغو لوبو کې د افغانستان، استراليا، کاناډا، ډنمارک، استونيا، فرانسې، جورجيا، جرمني، عراق، ايټاليا، اردن، هالنډ، رومانيا، اوکراين، برتانيا او امريکا لوبغاړو ګډون کړى دى. د لوبو ګډونوال داسې لوبغاړي دي چې يا په جګړه کې زيان ورته رسېدلي او معلول شوي او يا يې له رواني پلوه کلکه ضربه خوړلې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha