صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په کندهار کې د شطرنج انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

په کندهار کې د شطرنج انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار کې د شطرنج انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

د کندهار د بدني روزنې مسوولين وايي :چې د دغه ولايت د شطرنج لوبډلې ته انتخاباتي سيالۍ پيل شوي دي.

د کندهار د بدني روزنې آمر سيد مقتدا اغا ميران وايي، چې په دغو سياليو کې د ښوونځيو زده کوونکو او د پوهنتون محصلينو برخه اخيستې ده او د بدني روزنې په رياست کې تر سره کېږي.نوموړى وايي : دغو زده کوونکو او محصلينو ته د شطرنج د ملي لوبډلې د غړو له خوا د شطرنج روزنه ورکول کېږي.په کندهار کې د شطرنج سيالۍ دوه ورځې مخکې پيل شوې او هدف يې د افغانستان د شطرنج ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha