صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د محمد نبي لوبډلې د راشد خان له لوبډلې دويمه لوبه هم وګټله

د محمد نبي لوبډلې د راشد خان له لوبډلې دويمه لوبه هم وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د محمد نبي لوبډلې د راشد خان له لوبډلې دويمه لوبه هم وګټله

د راشد خان لوبډلې امازان واريرز ټاس وګاټه او د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس ته يې د منډو بلنه ورکړه.سنټ کېټس په ۲۰ اوروونو کې ۱۳۲ منډې وکړې،

خو مخالفې لوبډلې ورته پوره نه شوې کړاى.د پايټرايټرز په لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې کريس ګيل وکړې ، چې ۵۷ وې، خو د امازان واريرز لوبډلې يوازې ۱۲۸ منډې وکړې او لوبه يې په څلورو منډو وبايلله.راشد خان په څلورو اوروونو کې۳۶ منډې ورکړې او کوم لوبغاړى يې هم ونه سوځاوه. راشد خان په تېره لوبه کې په څلورو اوروونو کې ۲۵ منډې ورکړې وې او کوم لوبغاړى يې هم نه وسوځولى. محمد نبي په څلورو اوروونو کې ۱۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړي يې وسوځاوه او ښه لوبه يې وکړه.ده په دې لوبه کې په څلورو اوروونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې، خو کوم لوبغاړى يې سوځولى نه و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha