صفحه اصلی | hiwad | لوبې | محمد نبي: د ټېسټ درجه لاس ته راغلې او له لاسه يې بايد ورنه کړوو

محمد نبي: د ټېسټ درجه لاس ته راغلې او له لاسه يې بايد ورنه کړوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى محمد نبي‌ عيسى خېل وايي‌: افغانستان د کرېکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړى شو او بايد دا غړيتوب له لاسه ورنه کړي.

ښاغلي‌ نبي په فلوريډا کې د امريکا غږ په پښتو فيسبوک پاڼې کې په يوې ژوندۍ خپرونې کې د خپلو مينوالو پوښتنو ته ځوابونه وويلې او د افغانستان د کرېکټ په اوسني وضعيت او په راتلونکي يې خبرې وکړې. هغه وويل : چې د افغانستان د ملي لوبډلې د پرلپسې برياو په پايله کې د کرېکټ نړيوالې شورا افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړ. هغه وايي: (( د ټسټ درجه لاس ته راغلې او هغه بايد له لاسه ورنه کړو. موږ مخکې راغلي يوو بايد دا حالت همداسې وساتل شي. دا ساتل ډېر ضروري دي))محمد نبي‌ عيسى خېل د بشپړ غړيتوب د ساتلو لپاره د ملي،‌ الف، ۱۹ کلنو لوبډلو، نورو ځوانو لوبغاړو او د کرېکټ د ادارې د ظرفيت لوړول مهم وبلل ، خو ټېنګار يې وکړ چې بايد د ځوانانو د روزولو لپاره اساسي کار وشي.هغه وويل: (( نوي ځوانان بايد له خپلو نيمګړتياو زده کړه وکړي، بايد حوصله پيدا کړي او‌ دا زده کړي چې څنګه يوه يوه منډه وکړي،‌ بايد داسې نه وي چې يا بال ودروه يا يې ووهه.))محمد نبي‌ وايي چې اوسني‌ ځوانان د تجربې له پلوه ښه دي،‌ خو د تخنيک له پلوه بايد لا غښتلي شي.‌ هغه د افغانستان د ۱۹کلنو او الف لوبډلو له روزونکو څخه وغوښتل چې بايد پر ځوانانو پوره پام وساتي‌ او د هرې ماتې وېډيوګانې او فلمونه يې وارزوي، ور ويې ښايي او بيا يې د نيمګړتياوو په ختمولو کار وکړي.ښاغلي نبي د وېسټ انډيز په کورنيو سياليو کې د لوبېدو لپاره امريکا ته تللی. ښاغلي‌ نبي‌ هيله وښوده چې دوی به ښې لوبې وکړي ‌چې د افغانستان نوم ښه ياد شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha