صفحه اصلی | hiwad | لوبې | له وږې ګېډې ور هاخوا د توپ او بېټ غم

له وږې ګېډې ور هاخوا د توپ او بېټ غم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

کرېکټ د نړۍ دويم مخکښ او پرمختللى سپورت دى چې تر ۲۰۰ زياتو هېوادونو کې رواج لري، دا هغه هېوادونه دي چې د کرېکټ نړيوالې شورا سره ثبت او راجستر دي، پوره غړيتوب يا لومړۍ ، دويمه ، درېيمه درجه او نور…

دې لوبې په وروستيو څو لسيزوکې خورا زيات پرمختګ وکړ او له اندازې زيات مينه وال يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېداکړل، پنځه لس کاله وړاندې په افغانستان کې دا لوبه تقريباً ۹۵سلنه خلکو نه پېژندله ، خو په دې وروستۍ لسيزه کې دې لوبې په هېواد کې دومره مينه وال پيدا کړل ، چې له تصوره وړاندې خبره ده، لنډه دا چې اوس په افغانستان کې تر ټولو غوره او لومړی مقام لرونکې لوبه همدا كرېكټ ده.پوښتنه داده چې په دې جنګ ځپلي هېواد افغانستان كې دا لوبه ولې دومره ډېرو زړونو ته ورسېده او ولې تر نورو ورزشونو غوره شوه؟د افغانستان د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې او هڅې، پياوړي او د پوره غړيتوب لرونکي لوبډلې ماتول او په نړيوالو سياليو کې د خپل ملي بيرغ رپول، هغه څه دي چې دا لوبه يې دلته د ټولو خوښه وګرځېدله او تر نورو سپورتونو يې خورا وړاندې او لومړي مقام ته ورسول.يوه مياشت وړاندې همدې دليلونو د کرېکټ نړيواله شورا اړويسته ، تر څو افغانستان ته لومړی درجه غړيتوب ورکړي، لسيزې لسيزې وړاندې چې ډېرى هېوادونه لکه: هالنډ، سکاټلنډ، نيپال، متحده عربي امارات، امريکا، عمان، هانکانګ، جاپان، سنګاپور، نيوجرسي او نور له کرېکټ نړيوالې شورا سره په درېيمه او دويمه درجه کې ثبت او راجستر دي ،خو تراوسه لاهم په دې نه دې توانېدلي، ترڅو ددې شورا دايمي يا لومړی درجه غړيتوب ترلاسه کړي.ددې خبرې دليل همدا دى چې په نورو هېوادونو کې بنسټيز کرېکټ نه شته يانې کورنى کرېکټ يې دومره پياوړى نه دى، تر څو د کرېکټ نړيواله شورا ددوی  پر لا پرمختګ ډاډمن شي ، خو د افغانستان پياوړى کورنى کرېکټ او له دې لوبې سره د خلکو په لويه کچه مينه هغه څه دي، چې د کرېکټ نړيوالې شورا ته يې دا هيله ورکړې چې دا هېواد د کرېکټ نړۍ ته اتلان او ستوري وړاندې کولای شي.خبره داده ،چې د کورني کرېکټ ارزښت تر ملي لوبغاړو او لوبډلې هم زيات دى، ځکه که کورنى کرېکټ نه وي ، نو ملي لوبډله به له کومه ځايه راځي يا جوړېږي. شل کاله وړاندې ولې په افغانستان کې کرېکټ نه و؟ ولې دا لوبه په کې دومره مشهوره نه وه او ولې يې پوره غړيتوب نه درلوده دا هرڅه د کورني کرېکټ برکت دى چې نن په دې ډګر کې يو لوړ مقام ته رسيدلى يوو،نو کورني کرېکټ ته بايد زياته پاملرنه وشي. هلمند داسې ولايت و چې د کرېکټ مينه وال په کې له حده اوښتي ووم او همدارنګه بې شمېره لوبډلې او لوبغاړي لري، دا هغه بېوزله او بې چاره لوبغاړي دي چې په خپلو شخصي لګښتونو يې ځان ته لوبډلې جوړې کړي او د لوبې زمينه يې ځان ته برابره کړې، په دوی کې داسې لوبډلې او لوبغاړي هم شته چې د توپ  يا بېټ رانيولو يې هم وس نه رسي. په لومړی سر کې له کورنيو څخه هيله کوو چې د درسونو او نورو مهمو کارونو ترڅنګ خپلو بچو ته د سپورټ زمينه برابره کړي ، تر څو له نورو بدو لارو او کړنو راګرځېدلي وي او د ښې راتلونکي لپاره  يې کار کړى وي ، خو ددې ترڅنګ له کرېکټ بورډ، ملي سوداګرو او نورو بنسټونو څخه هيله کوو که يې په دې ولس خوا بدېږي او دردېږي ، نو د کرېکټ د هر لوبغاړي او لوبډلې لاسنيوى دې وکړي او دوی ته دې د لوبو زمينه برابره کړي.

خپلواک دريځ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha