صفحه اصلی | hiwad | لوبې | کرېس ګيل وايي: محمد نبي‌ او راشد خان لوی استعدادونه لري

کرېس ګيل وايي: محمد نبي‌ او راشد خان لوی استعدادونه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د وېسټ انډيز د لوبډلې مشهور لوبغاړى کرېس ګيل وايي‌ : محمد نبي او راشد خان د کرکټ او افغانستان لوی استعدادونه لري.

ښاغلي ګيل وايي: ‌ دغه دوه افغان لوبغاړي د خپل هېواد په ملي لوبډلې کې هم ښه ځلېدلي‌ او په دې وروستيو کې په آى پي ال کې هم ښه وځلېدل او تجربې يې نورې هم زياتې شوې.کرېس ګيل د سنټ کيتس او نېويز پاېټرياتز د لوبډلې مشر دى چې محمد نبي‌ هم په کې لوبېږي. نوموړي د تېرې شنبې د ورځې په لوبه کې د محمد نبي لوبه ډېره وستايله.محمد نبي په دغې لوبې کې په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړى ونه سوځوه ، خو يوازې يې ۱۷ منډې ورکړې. هغه امريکا غږ آشنا راډيو ته وويل: افغانستان په کرېکټ‌ کې ښه استعدادونه لري‌ چې په خبره يې محمد نبي‌ او راشد خان يې ښې بېلګي دي.نوموړي دا خبره هم وکړه ، چې خوښ دى محمد نبي ورسره په يو ټيم کې ولوبېږي. محمد نبي‌ او راشد خان په لومړی ځل د کارابين کرېکټ ليک سياليو کې لوبېږي. راشد د ګيانا امازان واريريز په لوبډلې کې دى چې کپټان يې د نيوزلنډ‌ لوبغاړي ګاپټل دى.ګاپټل وايي: راشد خان با استعداده لوبغاړى دى او هيله يې وښوده ،چې په روانو سياليو کې ښه وځلېږي. د ويسټ انډيز دغه تجارتي سيالۍ د اګست په څلورمه پيل شوې او ټاکل شوې چې شاوخوا يوه مياشت روانې وي.د دغو سياليو څلور لوبې د امريکا د فلورېډا په ايالت کې کېږي چې هدف يې په امريکا کې د کرېکټ لا دودل دي. د روانې اوونۍ لوبه د محمد نبي لوبډلې وګټله.  

                                        جعفر هاند

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha