صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په باميانو کې د لامبو وهلو او واټرپولو سيالۍ

په باميانو کې د لامبو وهلو او واټرپولو سيالۍ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په باميانو کې د افغانستان د شپږو ولايتونو د څه د پاسه ١٣٠ لوبغاړو ترمنځ د لامبو او واتر پولو سيالۍ تر سره شوې.د واټرپلو دغه سيالۍ د بند امير په اوبو کې وشوې. د دې لوبو جوړونکي وايي:

  د دې سياليو هدف په افغانستان کې د سولې او دوستۍ ټينگښت او د لامبو د سپورت وده ده.دا دويم ځل دى چې په باميانو کې دغه ډول سيالۍ کېږي. په دغو لوبو کې د واټرپولو سپورت ملي ټيم او د هرات، کابل، غزني، بلخ، باميان او دايکنډي ولايتونو لامبو وهونکو سره سيالۍ وکړې.دا لوبې په درېيو کتگوريو کې تنکي ځوانان او د پوخ عمر لرونکو لوبغاړو تر منځ وشوې. په دې سياليو کې د کابل لوبغاړو لومړی، هرات دويم او بلخ درېيم مقامونه وگټل او د دايکنډي ولايت لوبډلې د سياليو د (( اخلاقو )) جام ترلاسه کړ.ددې لوبو جوړونکي وايي: دا ډول سپورټې سيالۍ د افغانانو ترمنځ ملي وحدت پياوړى کوي او د سپورت ودې ته زمينه برابروي.له بلې خوا په داسې حال کې چې ورزشکاران ددې نوښت هرکلی کوي وايي: چې افغان دولت تر اوسه د لامبو او واټرپولو سپورت د تمرينونو لپاره کوم ځانگړى ځای نه دى جوړ کړى.د افغانستان د لامبو سپورت د ملي ټيم غړی علي‌اصغرنظري وايي: (( موږ د تمرين لپاره کوم ځانگړى ډنډ يا حوض نه لرو ، نو اړ يو چې په شخصي او خصوصي حوضونو کې چې جوړ شوي تمرينونه وکړو او زياتې پيسې مصرف کړو.))د يادونې وړ ده چې د واټر پلو په سپورت کې دوه اووه کسيز ټېمونه يو د بل په مقابل کې د اوبو په منځ کې په يو نښه کړای شوي ميدان کې سيالي کوي. د هر ټيم غړي هڅه کوي د لوبې بال (پنډوسکه) په لاس يو بل پاس کړي او د موقع نه په استفادې مقابل لوري ته گول ورکړي.د باميان ولايت بند امير چې د اوبو اووه طبيعي بندونه لري د واټرپولو د سپورت د لوبغاړو په باور ددې سپورت د سياليو لپاره خورا ښه ځای دی.  عارف عثمانزوي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha