صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ناديه نديم، د ډنمارک د ښځينه فوټبال غوره لوبغاړې ده

ناديه نديم، د ډنمارک د ښځينه فوټبال غوره لوبغاړې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ډنمارک د ښځينه فوټبال ټيم د يوې افغانې لوبغاړې په حضور کې وکړای شول ، چې د اروپا د اتل ټيم مرستيالي وګټي.په دې لوبه کې هالنډ وکړای شول، چې ډنمارک ته ۴-۲ پر وړاندې ماته ورکړي او د اتلولۍ مقام ته ورسېږي ،خو د ډنمارک په ټيم کې د افغانې لوبغاړې ناديې نديم حضور تر ټولو زياته پاملرنه هغه وخت جلب کړه، کله چې نوموړې د هالنډ د ټيم دروازه د پينالټي په ضربه پرانېسته. د ډنمارک د ټيم د غې افغانې فوټبالرې، د لوبې په شپږمه دقيقه کې خپل ټيم صفر د يو پر وړاندې پر مخ يووړ. که څه هم ټيم‌ يې په پای کې لوبه وبايلله او اتل نه‌شو.

​ناديې نديم له هالنډ سره د لوبې په پايله کې، په اروپا کې د ښځينه فوټبال کوونکو د لوبو په اتلولۍ کې د خپل ټيم لپاره د سپينو زرو مډال واخيست. د هالنډ د ګټونکي ټيم روزونکې له لوبې وروسته  په ډنمارک کې د ناديې نديم ستاينه وکړه او ويې‌ويل: (( د فوټبال دواړو ټيمونو ښه او په زړه پورې لوبه وکړه، د دواړو ټيمونو بريا امکان درلود، خو په آخره کې موږ بريالي شوو، ډنمارک هم په دې فاينل لوبه کې څرګنده کړه ،چې لوړ کيفيت لري، لوبغاړو يې لکه ناديې نديم، پرنيلي هاردر او نورو موږ تر ډېر فشار لاندې راوستلو.)) ناديه نديم ۲۹ کلنه ده او په عين حال کې د ډنمارک د ملي ټيم په غړيتوب، د امريکا په پورټلند ټرونس فوټبال کلب کې لوبېږي. د ناديې نديم پلار يو نظامي افسر و چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې طالبانو په افغانستان کې وواژه.ناديه وروسته د پلار له مړينې، له هرات ولايته اروپا ته کډه شوه. دې د کډوالو لپاره په يوه کمپ کې له هلکانو سره فوټبال پيل کړ. د ډېرې لنډې مودې پر مهال ناديه، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د ډنمارک د ښځينه ملي ټيم غړې شوه. دې په ډنمارک كې له لويو لوبغالو څخه د ګڼ شمېر ننداره‌چيانو په حضور کې، د سپينو زرو مډال په خپله غاړه کړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha