صفحه اصلی | hiwad | لوبې | په کابل کې ډېر ژر د بدن د ښکلا سيالۍ پيلېږي

په کابل کې ډېر ژر د بدن د ښکلا سيالۍ پيلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

مسوولين وايي: په پام کې ده چې په کابل کې ډېر ژر د بدن د ښکلا سيالۍ پيل شي.

 د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي لوبډلې روزونکي نصرت‌الله انصاري پرون سې شنبه ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغو سياليو کې به د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه غوره لوبغاړي ګډون کوي. نوموړی وايي چې دغه سيالۍ د بدن د ښکلا، اتلتيک او د فتنس په برخه کې ترسره کېږي. په کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ د روان لمريز کال د اسد په ۲۲مه پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۲۵مې دوام کوي. د کابل د بدن ښکلا له سياليو څلور ورځې وروسته، د دغې برخې لوبغاړي په نړيوالو سياليو کې د ګډون په هدف د کوريا په لور روانېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha