صفحه اصلی | hiwad | لوبې | له وېسټ انډيز سره به په لوبو كې شهزاد او حميد نه وي

له وېسټ انډيز سره به په لوبو كې شهزاد او حميد نه وي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له  وېسټ انډيز سره به په لوبو كې شهزاد او حميد نه وي

د افغانستان كرېكټ بورډ له ويسټ انډيز سره د ۲۰ اورونو او يوې ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې. دا اول ځل دى چې افغانستان له ويسټ انډيز سره د درېـيو ۲۰ اورونو او درېـيو يوې ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ لري. د افغانستان د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې هڅه يې کړې ښه او غوره لوبډله جوړه کړي.

د يو ورځنيو لوبو لپاره غوره شوي لوبغاړي:

د اصغر ستانکزي په کپټانۍ کې نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتى، ناصر جمال، محمد نبي عيسى خېل، سمېع الله شينوارى، ګلبدين نايب، راشد خان، شفيق الله شفق، شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ ، افسر ځاځى او فريد ملک په لوبډله کې دي. نوين الحق اوشراف الدين اشرف بيا احتياطي لوبغاړي دي که اړتيا پيدا
شوه لوب
ې به کوي.

د ۲۰ اورونو سياليو لوبډله:

اصغر ستانکزى کپټان، نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، عثمان غني، محمد نبي عيسى خېل، سمېع الله شينوارى، نجيب ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، شفيق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امير حمزه هوتک، فريد ملک، دولت ځدراڼ او کريم جنت. نوين الحق، افسر ځاځى او شرف الدين اشرف احتياطي لوبغاړي دي. دا لوبې به د جون په دويمه پيلېږي او په ۱۴ مه به ختمېږي. د كرېكټ بورډ اعلاميه وايي افغان لوبغاړي به ويسټ انډيز ته تر تګ مخکې په هند كې د دوو اوونيو لپاره  هلته تمرينونه کوي. دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي به هم له لوبډلې سره يو ځاى کېږي، دوى دواړه اوس په آى پي ال کې لوبېږي.  په لوبډله کې محمد شهزاد محمدي نه شته ځکه چې پر هغه د كرېكټ د نړيوالې شورا له خوا د منع کړل شويو درملو د خوړلو له کبله موقت بنديز لګېدلى دى. اوس به له نور علي سره جاوېد احمدي،عثمان غني اوپنېنګ کوي، دا دواړه لوبغاړي په دې وروستيو کې په کور دننه او بهر ښه ځلېدلي نه دي. له شک پرته چې د محمد شهزاد محمدي نشتوالى د افغانستان لپاره ښه خبر نه دى، خو شايد ويسټ انډيز ته ښه خبر وي. شهزاد د افغانستان لومړنى لوبغاړى دى چې د ۲۰ اورونو، په يوې ورځنيو او څلور ورځنيو سياليو کې يې سليزې کړې دي. مخکې داسې ويل کېدل چې شايد حميد حسن هم له ويسټ انډيز سره سياليو ته چمتو وي، خو داسې ښکاري چې هغه لا پوره رغېدلى نه دى او په لوبډلې کې نه شته. همدغه راز د افغانستان يو بل الراونډر ميرويس اشرف هم په لوبډله کې نه ليدل کېږي. افغانستان او ويسټ انډيز تراوسه يو وار سره مخامخ شوي، هغه هم د ۲۰ اورونو په تېرو نړيوالو سياليو کې چې افغانستان ماتې ورکړه. ويسټ انډيز د ۲۰ اورونو نړيوال اتل دى،  خو د كرېكټ د نړيوالې شورا په اوسنۍ درجه بندۍ کې بيا ويسټ انډيز په يوې
ور
ځنيو لوبو کې نهم او افغانستان لسم دى. تراوسه ويسټ انډيز دغو سياليو ته لوبډلې نه دي اعلان کړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha