صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د اسلامي هېوادونو په لوبو کې افغان لوبغاړو كوم مډال نه دى ګټلى

د اسلامي هېوادونو په لوبو کې افغان لوبغاړو كوم مډال نه دى ګټلى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي هېوادونو په لوبو کې افغان لوبغاړو كوم مډال نه دى ګټلى

د آذربايجان په پلازمېنه باکو کې د نړۍ د ۵۴ اسلامي هېوادونو د پيوستون په نامه سيالۍ روانې دي.

له افغانستانه هم د تکواندو، زورخانه يي، کراتې، هنډبال، وشو او نورو برخو ۱۵ لوبډلې چې شاوخوا ۴۰ لوبغاړي لري، آذربايجان ته تللي  دي. د افغانستان د ملي اولمپيک د کمېټې سلاکار آرين خيبر ويلي چې تر دې دمه په دې لوبو كې د افغانستان لوبغاړوکوم مډال نه دى ګټلى. ده وويل: لوبغاړي په خپل استعداد غوره شوي نه دي او (( د شخصي روابطو په اساس )) ټاکل شوي دي،  ځکه د هغه په خبره لا تراوسه يې کوم مډال نه دى ګټلى . افغانستان د اسلامي هېوادونو په مخکينيو سياليو کې يوازې يوه نقره ګټلې وه. د دغو سياليو په سږني پړاو کې ټولټال ۵۴ اسلامي هېوادونه برخه لري. دا سيالۍ د مر په اتمه پيل شوې او ټاکل شوې چې د همدې مياشتې په ۲۲ مه ختمې شي. د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د رسمي ويباڼې د معلوماتو په اساس ټول هېوادونه په ۲۱ سپورټي برخو کې  يو له بل سره سيالۍ کوي. تر دې دمه ترکيې ۹۲، اذربايجان ۶۸، اندونيزيا ۳۲، ازبکستان ۳۳، ايران او الجريا ۲۴-۲۴ د سرو، سپينو زرو او ژېړو مډالونه ګټلي دي. شايد دا ارقام بدل شي، ځکه چې لوبې لا هم روانې دي. د اسلامي هېوادونو د پيوستون سيالۍ په اول ځل په ۲۰۰۵ م کال کې په سعودي عربستان کې وشوې، بيا په ۲۰۱۰ م کال کې په ايران او په ۲۰۱۳ م کال کې په اندونيزيا کې وې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha