صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډله په هند کې تمرينونه كوي

د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډله په هند کې تمرينونه كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډلې د څو نړيوالو سياليو لپاره په هند کې تمرينونه كوي. د دغه تمريناتي کمپ په ترڅ کې به افغان لوبغاړي د توپ وهنې، توپ اچونې، توپ نيونې او فزيکي پياوړتيا په برخه کې د اړوندو روزونکو تر لارښوونې لاندې کار کوي.

 د افغانستان كرېكټ لوبډله به لس ورځې په هند کې تمريناتي کمپ ولري او  وروسته به د ويسټ انډيز په لور راونه شي. ټاکل شوې چې ملي لوبډله له ويست انډيز سره درې شل اوريزې او درې يوه ورځنۍ سيالۍ وکړي. د دې مسابقو لومړۍ شل اوريزه لوبه به د راتلونکي جون د مياشتې په دوهمه نېټه پيل وي چې كرېكټ بورډ ورته څه موده مخکې لوبډله هم اعلان کړه. د يادونې وړ ده،  چې افغان كرېكټ لوبډلې تر دې وړاندې ويسټ انډيز ټيم ته په شل اوريز نړيوال جام کې ماتې ورکړې وه. د افغانستان د كرېكټ ملي ټيم به په جولاى مياشت کې برېتانيا ته لاړ شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha