صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د افغانستان په شپږيزو سياليو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

د افغانستان په شپږيزو سياليو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په لومړي ځل دغه لوبډلې خصوصي ډګر ته د پانګونې لپاره وړاندې شوې وې. شاوخوا ۲۰ شرکتونو د لوبډلو پېرلو ته زړه ښه کړى و. د شپږو لوبډلو لپاره لوبډلمشران ټاکل شوي وو، خو لوبډلې به يې وروسته د نويو څښتنانو له لوري پېرل کېږي.

  په کابل کې د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي دا لوبې به په افغانستان کې د کرېکټ پر غوړولو کې مهمه ونډه ولري. د ليلام په ترڅ کې د راشد ارمان په مشرۍ د بند امير له لوبډلې سره د ډېرو شرکتونو دلچسپي ښکاره شوه. دغه لوبډله له سختې سيالۍ وروسته د پراګان نړيوال شرکت د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په بدل کې خپله کړه. لوبڅاران به هم ځينې بهرني وي او د لوبډلو روزونکي به هم له نورو هېوادونو ورته راځي. د دغه شرکت استازو وروسته وويل: تر يو ميليون ډالرو پورې يې ورته بېل کړي وو، چې دغه لوبډله په هر حالت کې خپله کړي. د ميرويس اشرف په مشرۍ د آمو نهنګانو لوبډلې هم د ډېرو پام ورخپل کړ. د المصافي نړيوال شرکت د دغې لوبډلې د خپلولو لپاره ۱۱۰ زره ډالره ومنل. د مس عينک لوبډله، چې کپتان به يې محمد نبي عيسى خېل وي، د وزيرزي شرکت له لوري د ۹۵ زره ډالرو په ورکړه خپله شوه.

د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان د کابل بازانو د لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، د جنرل پيټروليم شرکت دغه لوبډله د ۸۹ زره امريکايي ډالرو په ورکړه وپېرله. د تېز کيڼ لاسي بالر شاپور ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د بست ساتونکو لوبډله د عارف عظيم شرکت د ۸۵ زره امريکايي ډالرو په ورکړه واخيستله. د تېرو کلونو ځلېدلې لوبډله سپين غر بازان د هيلو خلاف په تر ټولو ټيټه بيه وپلورل شوه. د شفيق الله شفق په لوبډلمشرۍ دغه لوبډله د مسلميار شرکت د ۶۹ زره امريکايي ډالرو په ورکړه خپله کړه. دغه شرکتونه به تر درېـيو کلونو د دغو لوبډلو څښتنان وي، دوى ژمنه کړې چې په لوبغاړو به نورې پيسې لګوي. د افغانستان کريکټ بورډ وايي: په جولاى کې کېدونکو دغو سياليو کې به هره لوبډله کولاى شي چې ګڼ بهرني لوبغاړي وپېري،  خو د لوبې په ترڅ کې به هره لوبډله يوازې دوه بهرني لوبغاړي ولوبولى شي. لوبڅاران به هم ځينې بهرني وي او د لوبډلو روزونکي به هم له نورو هېوادونو ورته راځي. که څه هم دغه لوبې به په کورنيو تلوېزيونونو خپرېږي، خو کريکټ بورډ وايي: د لا ښه فلم په هيله يې د لوبې مبصرين او د عکاسۍ په برخه کې هم بهرني کارپوهان ورته راغوښتي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha