صفحه اصلی | hiwad | لوبې | د چمپينز ټرافي اتلې لوبډلې ته دوه ميليونه ډالره انعام

د چمپينز ټرافي اتلې لوبډلې ته دوه ميليونه ډالره انعام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د آى ‌سي ‌سي له خوا د تر سره کېدونکې چمپينز ټراپي پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته به دوه ميليونه او ۲۰۰ زره ډالر انعام ور کړل شي. د چمپينز ټرافي (اتلانو جام) سيالۍ د راتلونکې جون پر لومړۍ نېټه په انګلينډ او ويلز کې پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۱۸‌مې به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې به پر هندوستان سربېره د پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، استراليا، انګلېنډ، سويلي افريقا او د نيوزيلنډ لوبډلې برخه واخلي. يوازې اتله لوبډله نه، بلکې نورو ته هم د نغدي جايزو د ور کولو خبره شوې ده. هغه لوبډله چې په دغه ټورنمنټ دويم ځاى خپل کړي، يو ميليون او ۱۰۰ زره ډالر به ور کړل شي. په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۴،۵ ميليونه ډالر د انعام په توګه ټاکل شوي ، چې د ۲۰۱۳ م کال په پرتله نيم ميليون ډالره زياتوالى په کې راغلى دى. هغه لوبډلې چې په راتلونکي ټورنمنټ کې تر نيمې پايلوبې ورسېږي، ۴۵۰ زره ډالره انعام ور کول کېږي. د آى سي‌ سي له خوا په جوړېدونکي دغه تورنمنټ کې پخپل ګروپ کې درېـيم نمبر لوبډلې ته هم ۹۰ زره امريکايي ډالر انعام ټاکل شوى، خو د تورنمنټ وروستۍ نمبر لوبډلې ته به ۷۰ زره ډالره ور کړل شي. د تورمنټ لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ د انګلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ په (اوول) کې وشي. د پاکستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د جون په ۴مه د برمېنګم په ايجبيسټن لوبغالي کې او پايلوبه به يې بېرته په (اوول) کې وشي. د چمپينز ټراپي د ۲۰۱۳ م کال اتلولي د هندوستان لوبډلې ګټلې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha