صفحه اصلی | hiwad | لوبې | اسټراليايي ټيم په خپل ليګ کې د راشد خان لوبولو ته لېوالتيا وښوده

اسټراليايي ټيم په خپل ليګ کې د راشد خان لوبولو ته لېوالتيا وښوده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

يوه اسټراليايي ټيم په خپل غوره ۲۰ اوره بيګ بش ليګ (Big Bash League) کې د راشد خان ارمان لوبولو ته لېوالتيا ښودلې ده.

که راشد خان په دغه ليګ کې واخيستل شو، نو نوموړى به لومړنى افغان لوبغاړى وي چې د اسټراليا په ليګ کې د لوبېدو چانس مومي. د اسټراليا ۲۰ اوره ليګ په نړۍ کې شپږم ستر ليګ دى. د سيډني سيکسرز لوبډلې، چې د اسټراليا يو له شپږو غوره ټيمونو څخه دى، له راشد خان سره خپله لېوالتيا د شنبې په ورځ ښکاره کړه. راشد ارمان د حيدراباد د سن رايزرس لوبډلې لپاره تراوسه په ۱۴ سياليو کې ۱۷ ويکټې اخيستې دي. ده نه يوازې ډېر لوبغاړي سوځولي، بلکې لږ منډې يې ورکړې. د ده د ورکړاى شويو منډو اوسط په هر اوور کې ۶ اعشاريه ۵ دى. د هند په روان غوره ليګ کې له راشد ارمان څخه يوازې دوو لوبغاړو په هر اوور کې تر ۶ اعشاريه ۵ کمې منډې ورکړي دي. د اسټراليا د سيډني سيکسيرز لوبډلې سکيپر موريس هينرکوز، چې په سن رايزرس کې له راشد خان سره يوځاى لوبېږي، فاکس سپورت ويبپاڼې ته وويل: «بايد د سيکسيرز لوبډلې د کيپتان په توګه ووايم، له کله چې دلته يم، د راشد په اړه فکر کوم. د ده مخه څوک نيولى نه شي. د ده د توپ اچولو سرعت په هر ساعت کې ۱۰۰ کيلو متره دى او په عين حال کې سپين باولر دى)).  تېره /شنبې/ راشد ارمان د سيال ټيم ګوجرات لاينز ۳ لوبغاړي وسوځول. دا لوبه سن رايزرس لوبډلې په ۸ ويکټونو وګټله او ځان يې نيمه پايلوبې ته ورساوه. په هغې لوبه کې محمد نبي تر ټولو لږ منډې ورکړې. ده په ۳ اوورونو کې، که څه هم کوم لوبغاړى ونه سوځاوه، خو يوازې يې ۱۷ منډې ورکړې او د باولرانو په منځ کې يې د ورکړيو منډو اوسط له ټولو لږ و. حاضردمه سن رايزرس لوبډله د هند د کرېکټ د غوره ليګ په جدول کې دوهم مقام لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha