صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ۴۴ کلنې نيپالۍ اتم ځل د اېورسټ غره څوکې ته د ختلو ريکارډ مات کړ

۴۴ کلنې نيپالۍ اتم ځل د اېورسټ غره څوکې ته د ختلو ريکارډ مات کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

څلورڅلوېښت کلنې نيپالۍ ښځې لاکپا شېرپا د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو لوړ غره اېورسټ ته په ختلو سره نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ. غر ختونکې لاکپا شېرپا له خټې نيپالۍ ده، خو اوس په امريکا کې اوسېږي.

 ورور يې چې له دې سره يې خبرې کړې وايي: اوس دا او ډله يې بېرته د راکوزېدو په حال کې دي. دې ويلي لس ځلې به دغه غره ته خېژي. نوموړې د ۲۰۱۶ کال جون مياشت کې ويلي وو (( غواړم لس ځلې دايورسټ غره سر ته وخېژم.)) هغه مهال، چې په کتماندو کې د خپل ورور په کور کې پر صوفې لمر سوځولې غونډۍ ښکارېده، وويل: د ۲۰۱۶ م کال د مې پر ۲۰مه د ايورسټ غره سر ته په ختلو وتوانېده. دې ويلي وو : (( کله چې د غره سر ته وختم، خپل اولاد ته مې دعا وکړه چې تر ما هم پياوړي شي.)) لاکپا شېرپا اوس ۴۴ کلنه ده، چې درې ماشومان لري. په اصل کې په نيپال کې زيږېدلې ، خو هيماليا ته کوچېدلې او له هغه ځايه امريکا ته تللې او هلته دوکانداري کوي. دا وايي: په امريکا کې يې ډېر ګران ګران کارونه کړي، خو وايي:  (( غواړم خپل اولادونه وروزم  او لوستي شي. زه دا ټول سخت کارونه ددوى لپاره کوم.)) په ۲۰۰۲ م کال هغه د لومړي ځل لپاره د اېورسټ غره سر ته وختله، چې په دې سره د ايورسټ غره سر ته لومړنۍ ختلې نيپالۍ ښځه ګڼل کېږي. دا وايي: د سفر توښه يې زاړه څيزونه او درانه وو. لاکپا شېرپا د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونوپه منځ کې پنځه  ځلې د ايروسټ غره سر ته ختلې ده. په ۲۰۰۳ م کال، هغه له خپل وروراو يوې خور سره ۸۰۰۰ متره لوړ غره ته وختل، چې نوم يې د نړيوالو ريکارډونو ګينيس کتاب کې هم وليکل شو. هغه په ۲۰۱۵ م کال په  محکمه کې له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته له خپل مېړه جلا او طلاقه شوه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha