صفحه اصلی | hiwad | لوبې | شهزاد نه و خبر چې کارولي درمل يې منع دي

شهزاد نه و خبر چې کارولي درمل يې منع دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان كرېكټ بورد مشر شکرالله عاطف مشعل وايي: محمد شهزاد نه و خبر چې منع شوي درمل يي کارولي دي.

پرشهزاد د كرېكټ د  نړيوالې شورا له خوا لنډ مهاله بنديز لګيدلى او لاهم معلومه نه ده چې دى به تر کله په نړيوالو سياليو کې له ګډونه بې برخې وي. شهزاد منلې چې په لوبه کې منع شوي درمل يې خوړلي، خو وايي خبرنه و چې دغه درمل د كرېكټ د نړيوالې شورا په قانون کې منع کړل شوي دي.   بل لورته د كرېكټ بورد مشرعاطف مشعل وايي: شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي درمل يې خوړلي دي.   كرېكټ بورډ وايي چې شهزاد ته يې وکيل نيولى چې په نوموړي د بنديز موده کمه کړي. ۲۹ کلن شهزاد د افغانستان لپاره په ۵۸ شل اوريزو سياليو کې د ۱۷۷۹ منډو ترڅنګ يوه سليزه او۱۲ نيمه سليزې هم جوړې کړې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha