صفحه اصلی | hiwad | لوبې | محمد نبي د غوره باولينګ جايزه وګټله

محمد نبي د غوره باولينګ جايزه وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
محمد نبي د غوره باولينګ جايزه وګټله

د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړي محمد نبي د هند د غوره ليګ په سياليو کې د ښه ځلېدو په خاطر دمينه والو پام ځان ته واړاوه.د حيدراباد سن رايزرس، چې محمد نبي او راشد ارمان په کې لوبېږي، له مومبي انډينز سره مخامخ شو.محمد نبي د غويي په ۱۸مه مسابقه کې د خپلې لوبډلې لپاره نه يوازې د سيال ټيم لومړنى لوبغاړى وسوځاوه بلکې په څلورو اوورونو کې يې يوازې ۱۳ منډې ورکړې چې په دې سيالۍ کې د يوه باولر له لوري تر ټولو لږې منډې وې.

محمد نبي د ښه باولينګ په خاطر جايزه هم ترلاسه کړه. دا د هند په غوره ليګ کې د محمد نبي دوهمه لوبه وه. ده په تېره مسابقه کې هم يو لوبغاړى سوځولي و.تمه کېږي چې محمد نبي ته به، د ده دې لوبې ته په کتو، په نورو سياليو کې هم د لوبېدو چانس ورکړل شي.راشد خان هم په دې مسابقه کې له محمدي وروسته د سن رايزرس لپاره تر ټولو اقتصادي لوبغاړي و.راشد ارمان په ۴ اورونو کې د يوه لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ ۲۲ منډې ورکړې.سن رايزرس لوبډلې دا مسابقه د مومبي له انډينز څخه په ۷ ويکټونو او ۱۰ توپونو وګټله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha