صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ولسمشر غني د سپورت د ملاتړ لپاره د ورزش عالي کمېټه جوړوي

ولسمشر غني د سپورت د ملاتړ لپاره د ورزش عالي کمېټه جوړوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د سپورت د ملاتړ لپاره د ورزش عالي کمېټه جوړوي

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د غويې په ۱۷مه د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست له يو شمېر مسوولينو او ورزشکارانو سره وکتل.په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پيل کې د ولسمشرسلاکار محمد داوود ګلزار خبرې وکړې ويې ويل:

له ورزشي فدراسيونونو څخه مو ليدنې وکړې او د هېواد ورزشکاران په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري چې دا موږ ټولو ته د خوښۍ وړ ده.محمد داوود ګلزار د ورزش په برخه کې د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې يادې ستونزې حلېږي. ده زياته کړه: د بدني روزنې  ادارې  په خپل برابر کړي  طرزالعمل کې د هېواد رسوم او عنعنات په پام کې نيولي دي.ورپسې د ولسي جرګې د روغتيا، بدني روزنې او له نېشه يي توکو سره د مبارزې دکمېسيون رييس لالي حميدزي وويل: تراوسه سپورت په هېواد کې د لايحې په اساس مخته وړل کېږي او که د ورزش قانون توشيح شي، نو په دې برخه کې به ستونزې حل شي.نوموړي ورزش ته د ولسمشرله پاملرنې څخه په مننې د ورزشکارانود ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د سپورت په برخه کې يې پر آزادو ټاکنوټينګار وکړ.وروسته د المپيک د ملي کمېټې سرپرست محمود حنيف خبرې وکړې وې ويل: موږ د ورزش د ستونزو د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي له کړنو رضايت لرو. ده له ولسمشرڅخه وغوښتل چې د ورزش قانون توشيح او د ياد قانون په رڼا کې د ورزشي فدراسيونونو ټاکنې په ازاده توګه ترسره شي.ورپسې د بدني روزنې د عمومي رياست رييس همايون خيري خبرې وکړې او پردې په ټينګار چې له ورزش څخه بايد سليقوي ګټه وانه خيستل شي وويل: په پام کې ده چې د فدراسيونونو رييسان انتخاب شي او هيله يې څرګنده کړه، چې د سپورت برخې ته زيات پام وشي.په دې کتنه کې ملالۍ انوري د نورو ورزشکارانو په استازيتوب خبرې وکړې او غوښتنه يې دا وه چې ولسمشرد ورزش په اړه خپل نهايي تصميم ونيسي، تر څو موږ وکولاى شو په ملي او بين المللي سياليو کې په ارام زړه ګډون وكړو او د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولرو.ولسمشرد هغوى د خبرو له اورېدو وروسته وويل: ما تصميم نيولي چې د هېواد ورزش ته نجات ورکړل شي. ده زياته کړه: راتلونکې اوونۍ د ورزش عالي کمېټه ايجادېږي او د ورزشکارانو د ستونزو ترحل پورې به اونيزې غونډې کوي.ولسمشروويل:د ورزش اوسني امکانات کافي نه دي او زه لارښوونه کوم چې د ورزش په برخه کې بودجه زياته شي.محمد اشرف غني وويل: زه حاضر يم چې د ورزش قانون توشيح کړم. ده د ورزش د برخې له مسوولينو څخه وغوښتل چې د ورزش د قانون په بياکتنه کې همکاري وکړي.ولسمشرڅرګنده کړه: د هېواد د ورزشي بنسټونو اوسنى جوړښت ځواب ويونکى نه دى او اړتيا ده چې د المپيک د ملي کمېټې اود بدني روزنې د ادارې جوړښت له سره وکتل شي.د هېواد ولسمشروويل: د بدني روزنې موخه ورزش ته خدمت دى، نه دا چې ورزشکاران د وسيلې په توګه ورڅخه کار واخلي. ولسمشرورزشکارانو ته په خطاب کې وويل: تاسو وښوده چې په افغانستان کې د ورزش په برخه کې ښې وړتياوې شته، خو  بايد ښې رهبري او مديريت شي.د دې کتنې په پای کې د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست مسوولينو او د هېواد ورزشکارانو ورزش ته د ولسمشرغني د پاملرنې له امله د تقدير لوح هغه ته ډالۍ کړ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha