صفحه اصلی | hiwad | لوبې | ډاكتر كمال سادات :ورزش د خلكو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي

ډاكتر كمال سادات :ورزش د خلكو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاكتر كمال سادات :ورزش د خلكو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي

د خوست د کرکټ لوبغالي تر جوړېدو وروسته وړمه ورځ د يو لړ پراخو مراسمو په ترڅ کې چې لسګونه زره خلکو يې ننداره کوله، د کرکټ ملي لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ د يوې دوستانه لوبې په کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د خوست والي حکم خان حبيبي مراسمو ته وويل، چې پر لوبغالي د المان هېواد له لوري ۶۲ ميلونه افغانۍ ‎‎‎ لګښت راغلي او په ۲۵ جريبه ځمکه د يو نيم کال په موده کې يې د جوړېدو چارې تکميل شوې.

 حبيبي وويل: ستاسي مينه او دومره لويه راټوليدنه دا ددې رښتيني اثبات دي چې خوست د افغانستان په کچه د سولې کور دي.  هيله مو داده چې خوست په الفاظو کې نه بلکې نننۍ مجلس ددې بېلګه ده چې خوست په رښتيني توګه د سولې کور دي او بايد د سولې د کور په نوم اعلان شي . په خپله لوبغالي د پنځو زرو ننداره چيانو د ځايولو ظرفيت لري، خو راغلو خلکو د ميدان په چمن کې ځانونه سره ځاي کړي وو، زرګونه نور زره ننداره چيان د لوبغالي څخه د باندې هم ولاړ وو، مګر د ننوتو موقع په لاس ورنغله.د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس عاطف مشعل مراسمو ته په وينا کې ژمنه وکړه، چې نه يواځې دا لوبغالي به پراخوي، بلکې تر څنګ به يې د ننداره چيانو لپاره نورې اړينې اسانتياوې هم برابروي. ما چې ستاسو له کريکټ سره مينه وليده دا ميدان تاسو ته کفايت نه کوي دا درته لويوم، له نن نه وعده درسره کوم چې زما د اجنډا په سر کې به دا وي چې دا ميدان بايد د ۳۰ زره کسانو د ځايولو لپاره ځاي ولري، ددې  ترڅنګ به جومات هم جوړيږي او د يو نړيوال کريکټ لوبغالي ټول معيارونه به په دې ميدان کې عملي کيږي.په خبر كې راغلي دي چې د دغه لوبغالي د پرانيستلو په مراسمو كې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سرپرست او د ځوانانو د چارو معين ډاكتر كمال سادات هم د دغه لوبغالي پر اهميت خبرې وكړې او ويې ويل چې ورزش د خلكو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي او له حاضرينو يې وغوښتل چې د خلكو ترمنځ د دغه ډول يووالي پرمټ په هېواد كې د فساد او نېشه يي توكو سره د مبارزې له پاره اغېزمن ګامونه واخلي: ده وويل چې د دولت او ځوانانو ترمنځ پوره همغږي او ګډې هلې ځلې كولاى شي چې په افغاني ټولنه كې ګډوډۍ او نورې ناخوالې له منځه يوسي او له سيمه ييزو مقاماتو او كركټ بورډ څخه يې هم هيله وكړه چې دغه لوبغالي ته پراختيا وركړي چې څو د زياتو نندارچيانو د ځايولو له پاره په كې زمينه برابره شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha