صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان له اماراتو د کرکټ درېيمه لوبه هم وګټله

افغانستان له اماراتو د کرکټ درېيمه لوبه هم وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان له اماراتو د کرکټ درېيمه لوبه هم وګټله

د کرکټ ملي ټيم له متحده عرب اماراتو څخه د کرکټ درېيمه شل اووره نړيواله مسابقه هم پرون وګټله.

ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په ٢٠ اوورونو کې ١٨٩ منډې وکړې.د متحده عرب اماراتو ټيم ونه توانېد د ١٩٠ منډو ورکړل شوى هدف پوره کړي.په شلو اوورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې يو سل او پنځه څلوېښت منډې وکړې او مسابقه يې د ٤٤ منډو په توپير وبايلله.د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول او وياند فريد هوتک  آزادۍ راډيو ته وويل:

((افغانستان پخوا متحده عرب اماراتو ته په اسانۍ ماتې نه شواى ورکولاى، خو تاسې ګورئ چې اوس مو درې وارې په پرلپسې ډول ماتې ورکړه.

 د کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه هېواد ته راستنېږي)) په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم د ايشياکپ سياليو په لړ کې د سينګاپور په وړاندې يوه تاريخي بريا ترلاسه کړه.افغان لوبډلې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره پرونۍ پنځوس اووره مسابقه په ٤ اوورونو کې د دوه سوه پنځه اويا توپونو په توپير وګټله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha