صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان او امارات ۳شل اووريزې لوبې کوي

افغانستان او امارات ۳شل اووريزې لوبې کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان او امارات ۳شل اووريزې لوبې کوي

د افغانستان كرېكټ بورډ له متحدو عربي اماراتو سره د سياليو لپاره په ملي لوبډله کې يو لړ بدلونونه راوستي دي. ټاکل شوې ده چې روانه مياشت د افغانستان او متحدو عربي اماراتو د كرېكټ ملي ټيمونه څو ۲۰ اووريزې مسابقې وکړي.

 د كرېكټ بورډ سرچينې وايي، دولت ځدران او ګلبدين نايب به په دې سياليو کې د افغانستان په ټيم کې ولوبېږي. ګلبدين نايب د سږ کال په دوبي کې له ايرلنډ سره په مسابقه کې برخه اخيستې وه خو له هغه وروسته د ټيم په ترکيب کې نه و شامل کړاى شوى. افغانستان او متحد عربي امارات به ۳ شل اووريزې نړيوالې مسابقې وکړي. همداراز ټاکل شوې چې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او انکلېستان الف لوبډلې يوه څلور ورځنۍ مسابقه وکړي.له دې وړاندې له ۲۰۱۴ را په دې خوا د افغانستان او متحدو عربي اماراتو په ۸ سياليو کې ۴ افغانستان او ۴ متحدو عربي اماراتو ګټلې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha