صفحه اصلی | hiwad | لوبې | افغانستان د انګلنډ له زمريانو سره نن د كرېكټ سيالي لري

افغانستان د انګلنډ له زمريانو سره نن د كرېكټ سيالي لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان د انګلنډ له زمريانو سره نن د كرېكټ سيالي لري

د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډلې په متحدو عربو اماراتو کې د انګلنډ له زمريانو سره د لوبې لپاره تمرينونه پيل کړي دي.​دا څلور ورځنۍ لوبه نن چهارشنبې پيليږي. د افغانستان كرېكټ بورډ د دغو سياليو لپاره د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړى دى.

افغان لوبډله: اصغر ستانکزى، شهزاد محمدي، محمد نبي، سميع الله شينوارى، رحمت شاه، راشد ارمان،حشمت شهيدي، جاويد احمدي، احسان جنت، ناصر جمال، شاهد کمال، شرف الدين اشرف، محمد يمين احمدزى، کريم جنت ،سيد شيرزاد، نجات مسعود او افسر ځاځى،  د انګلنډ زمريانو لوبډله د انګلينډ يوه کورنۍ لوبډله ده چې تر ډېره په کې د برېتانيا ځوان لوبغاړي لوبېږي. له افغانستان سره يې لوبه يوه غير رسمي او تمريني لوبه ده. دغې لوبډلې وار د مخه له متحدو عربو اماراتو سره يو لړ لوبې هم کړې او ترې  ګټلې يې دي. د افغانستان كرېكټ بورډ وايي چې د دغو سياليو اصلي هدف له متحدو عربو اماراتو او د ۲۰۱۷ کال د مارچ په مياشت کې له ايرلنډ سره د سياليو لپاره چمتوالى دى. د افغانستان كرېكټ بورډ وايي چې په دغو سياليو کې به افغان لوبڅار احمدشاه پکتين هم لوبڅار وي. په اعلان شوې لوبډلې کې اصغر ستانکزى کپټان دى. دغه راز په لوبډلې کې ځينو ځوان لوبغاړو ته هم ځاى ورکړل شوى دى.پر دغو سياليو سربېره ټاکل شوې

 چې د همدغې مياشتې په پاى کې افغانستان له اماراتو او د پېښور زلمي له لوبډلو سره د ۲۰ اورونو يو لړ سيالۍ هم وکړي، چې د هغو لپاره به بيا بله لوبډله اعلانېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha