صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | ښحٔه او ټولنه | بي‌بي ګل: ښځې د سولې پيغام ورکوونکې دي او مسووليت ‌يې له کورنۍ پيلېږي

بي‌بي ګل: ښځې د سولې پيغام ورکوونکې دي او مسووليت ‌يې له کورنۍ پيلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
بي‌بي ګل: ښځې د سولې پيغام ورکوونکې دي او مسووليت ‌يې له کورنۍ پيلېږي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن بي‌بي ګل غني په افغانستان کې د سولې د ټينګښت برخه کې د ښځو رول اغېزمن بولي او وايي چې ښځې له کوره پيل بيا تر ټولنې پورې د سولې پيغام ورکوونکې دي.

آغلې غني دغه خبرې د سې شنبې په ورځ له آزادۍ راډيو سره په مرکه کې وکړې: (( ښځې د سولې پيغام ورکوونکې دي، آن له کوره د دوى د سولې رول پيلېږي او د کورنۍ غړي د سولې له لارې د ستونزو هواري ته هڅوي. کله چې غواړو سوله راوړو، ټولنه نيمه له ښځو او نيمه له نارينهو جوړه ده، ولې د ټولنې نيمه برخه لرې کوئ؟ دوى هم يو ليد لورى لري.)) مېرمن غني وړمه ورځ په ارګ کې د ښځو په څلورم ملي سمپوزيم کې هم د سولې په بهير کې د ښځو پر رول ټينګار کړى، ويلي وو چې ښځې له ډول-ډول ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو جدي يې روانه جګړه ده چې ډېره قرباني ترې اخلي.دې ويلي وو مېرمنې بايد د روانې جګړې په ختمولو کې مهم رول ولوبوي. مېرمن غني د ښځو او نارينهو تر منځ د مساوات او برابرۍ پر خبره هم ټينګار وکړ او ويې‌ويل چې له اسلامي نظره هم دا د پاملرنې وړ ده او په خبره ‌يې په مساوات، برابري او يو بل ته درناوى د سولې په لور لومړنى ګام دى.

نوموړې وويل: (( په قران‌کريم کې ښځې او نارينهو ټولو ته د انسان خطاب شوى، موږ بايد يو د بل درناوى ولرو، دا د سولې لومړنى قدم دى.)) مېرمن غني که په ټوله کې که جګړه د پرديو لهخوا په افغانانو تپل شوې بولي، خو ټينګار کوي چې د جګړې دواړو غاړو ته افغانان مري او پهکار ده چې نور د دغې جګړې د اور مخه په سولې ډب کړو.

دا وايي: موږ بايد د جګړې له حالته بېرته سولې او امن ته وګرځو او دا هغه مهال شونى دى چې د خپلې ټولنې د هوساينې او ارامۍ په اړه فکر وکړو. د يادونې وړ ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن بي‌بي ګل غني د حکومت له پيله په بېلابېلو غونډو کې د ښځو او ماشومانو د حقونو او سولې په اړه خبرې کړې،  خو تر ډېره ‌يې فعاليتونه د ښځو د حقونو او د دوى د ستونزو د هواري په برخه کې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha