صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | تېرکال د افغانستان د مخدر موادو عوايد ډېر وو

تېرکال د افغانستان د مخدر موادو عوايد ډېر وو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
تېرکال د افغانستان د مخدر موادو عوايد ډېر وو

په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو د توليد د کچې د زياتوالي په اړه د افغان حکومت او له مخدرو موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) ګډه سروې ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له مخدرو موادو له ۶ ميليارد ډالره عوايد ډېر ترلاسه شوي دي.

د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستيال احمد جاويد قايم د دوشنبې په ورځ د دغې سروې د جزئياتو د خپرولو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې تېرکال په افغانستان کې د جکړو، ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله د مخدرو موادو د کر او توليد کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوه.هغه وويل : (( تېرکال د مخدرو موادو اقتصادي ارزښت په افغانستان کې د ۴ او ۶ ميليارد ډالرو ترمنځ محاسبه شوی...تېرکال ارقام ډېر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمېرې معمولاً ټيټې وې له ۳ ميلياردو څخه نه لوړېدې.))د ښاغلي قايم پر وينا، له دې شمېرې څخه ۴،۱ ميليارد ډالره بزګرانو او پاتې د مخدرو موادو مافيا ترلاسه کړي دي.تېرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره مځکو کې کوکنار وکرل شول او ۹۰۰۰زره ټُنه اپين ترې حاصل واخيستل شو، چې دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپينو په توليد کې ۸۷ سلنه زياتوالی ښيي.وړم کال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره مځکو کې کوکنار کرل شوي وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپين حاصل ترې پورته شوی و.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha