صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | د نېشه يي توکو په قاچاق کې د مېرمنو ونډه له پخوا ډېره شوې

د نېشه يي توکو په قاچاق کې د مېرمنو ونډه له پخوا ډېره شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نېشه يي توکو په قاچاق کې د مېرمنو ونډه له پخوا ډېره شوې

د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د مخدرو موادو قاچاق اوس کورني شوى او د ځينو کورنيو ټول غړي په‎کې ښکېل دي او د ځينو قاچاقي ډلو مشري ښځې کوي او همدارنګه د نېشه يي توکو په قاچاق کې د ښځو ونډه له پخوا ډېره شوې ده.

احمد خالد مؤحد آزادۍ راډيو ته وويل، چې په ‍۱۳۶۱ لمريز کال کې د نېشه يي توکو د قاچاق په تور د ۷۴۱ کسانو دوسيې دې مرکز ته استول شوي چې ۲۸ يې ښځينه قاچاق کوونکي دي او پهدې ډله کې داسې ښځې هم شته چې د قاچاقي ډلو مشري يې کوله.د ښاغلي مؤحد په خبره پخوا به ښځې د نارينهوو لهخوا د مخدرو موادو قاچاق ته اړ ايستل کېدې، خو اوس ښځې خپله په شعوري ډول د مخدرو موادو په قاچاقو کې لاس لري.دى وايي: (( پخوا د مخدرو موادو په قاچاق کې له ښځو څخه ګټه اخېستل کېده او هغوی دې کار ته مجبور ېدې، خو په  ۱۳۹۶ لمريز کال کې په يو شمېر قضيو کې ثابته شوه چې ښځو يې مشري او مديريت کاوه، لکه د مخدرو موادو د توليد قضيه او د قاچاقو او قاچاق کوونکو قضيه ، لهدې قضيو داسې څرګندېږي چې اوس يو شمېر ښځې خپله هم په شعوري ډول د مخدرو موادو په قاچاقو کې ښکېلې دي.))له دې مخکې د کورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معيينيت ويلي و، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې له ښځو او ماشومانو څخه کار اخېستل کېږي او د دې تر څنګ د نېشهيي موادو قاچاق ته هڅول  کېږي.له دې مخکې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي هم ويلي و چې افغانان له څو کلونو راهيسې د ځانمرګو حملو او چاودنو په نتيجه کې پر وژلو سربېره د مخدرو موادو د کښت او قاچاقو لهلارې هم قرباني کېږي چې يوه برخه يې ښځې او ماشومان دي.آغلې عظيمي لهدې کبله هم اندېښنه ښودلې وه چې افغان مېرمنې او ماشومان د مخدرو موادو د معتادېدو له ګواښ سره مخ دي او بايد مخه يې ونيول شي.په ورته وخت كې د کورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معيينيت وياند اسدالله يادګاري وايي ، چې د دوی پوليسو په ۱۳۹۶ کال کې د مخدرو موادو د توليد او قاچاق په تور ۶۲ ښځې نيولي او اړوندو ادارو ته يې سپارلي دي.ښاغلي يادګاري زياته کړه: (( د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۱۳۹۶ لمزيز کال کې ۶۲ ښځې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نيولي چې ډېره برخهيې په کابل کې نيول شوي دي.))د ښځو د حقونو د ملاتړ يو شمېر بنسټونه د نېشهيي توکو په قاچاق کې له ښځو څخه کار اخېستل د اندېښنې وړ بولي او له افغان حکومته غواړي چې د دې کار مخه ونيسي، خو د ښځو چارو وزارت معيينه سپوږمۍ وردګ که څه هم وايي، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې د ښځود لاس لرلو په اړه تر اوسه پورې دوی ته کوم رسمي شکايت نهدى شوى، خو دا کار پر ښځو د تاوتريخوالي يو ډول بولي.نوموړې زياته کړه: (( تر اوسه موږ داسې راپور نهدى ترلاسه کړى، خو بايد موږ رسماً پهدې موضوع خبر شو، په هېواد کې له ښځو په هره برخه کې ناوړه استفاده کېږي او حتماً داسې څه شته، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوه بېلګه ده او بايد د دې کار مخه ونيول شي.))دا پهداسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت د ۱۳۹۶ ل کال د راپور له مخې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د هېواد په کچه ۲۴۶۸ عمليات کړي دي، د دې عملياتو په پايله کې ۲۸۴۸ کسان د مخدرو موادو د توليد او قاچاقو په تور نيول شوي چې پهدې ډله کې د بهرنيانو په ګډون د افغان حکومت يو شمېر مامورين هم شامل دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha