صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | په تېر کال کې د نېشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي نيول شوي

په تېر کال کې د نېشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي نيول شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په تېر کال کې د نېشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت له نېشه يي توکو سره د مبارزې معيينيت وايي چې: په ۱۳۹۶ لمريز کال کې يې د نېشه يي توکو ۸ تنه لوی قاچاق کوونکي نيولي چې په نړيواله کچه يې د نېشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود.

که څه هم د دې وزارت له نېشه يي موادو سره د مبارزې معيين عبدالخليل بختيار له رسنيو سره د خبرو پر مهال د دې قاچاق کوونکو نومونه وانه خيستل، خو ويې ويل، چې نيول شوي قاچاق کوونکي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې هم شامل دى او د پوليسو په عملياتو کې نيول شوي دي.د ښاغلي بختيار پر وينا د دې قاچاق کوونکو له ډلې څخه ځينې يې په شلو کالو بند محکوم شوي دي.نوموړي زياته کړه:"موږ په ۲۰۱۷مېلادي کال کې د نشه يي موادو ۸ تنه لوي قاچاق کوونکي نيولي، په تېرکال  کې د خالد په نوم عملياتي پلان کې هم  د هغوى نيول شامل وو، چې له دې لارې وکولای شو د سيمو له تصفيې وروسته قاچاق کوونکي ونيسو او د نېشه يي موادو زېرمې هم له منځه يوسو.))د يادولو وړ ده چې له نېشه يي توکو سره د مبارزې معيينيت هر کال لس تنه د نېشه يي موادو د نيول شويو قاچاق کوونکو په لېست کې شاملوي.دې معيينيت په ۱۳۹۵ لمريز کال کې هم د هغو نيول شويو نړيوالو قاچاق کوونکو لېست له رسنيو سره شريک کړي چې ځينو يې له تروريستي ډلو سره په مالي مرسته کې لاس درلود.د دې لويو قاچاق کوونکو له ډلې څخه يو هم حاجي جمعه خان دي چې مرستندويه تروريستي ډلې او د نېشه يي موادو څو کارخانې يې درلودې.بل قاچاق کوونکي يې حاجي ميرولي خان و چې د هلمند ولايت د مخدره موادو د مافيايي ډلې مالي مسوول و. له دې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړي و ، چې د ۱۳۹۶ لمريز کال په بهير کې لسګونه کارخانې او د نېشه يي موادو زېرمې يې له منځه وړي چې له دې لارې وسله والو طالبانو او مافيايي ډلو ته لسګونه ميليونه امريکايي ډالر زيان اوښتي دي.له بله پلوه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پخواني معيين ميرزا محمد يارمند په دې باور دي چې د لويو قاچاق کوونکو نيول  له هغوى سره  د مافيايي شبکې لړۍ پرې کوې او دوی ته يې درانده زيانونه اړولي دي.ښاغلي يارمند وايي، چې نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپله همکاري ډېره کړي.نوموړي زياته کړه: (( طالبانو ته زيات اقتصادي زيان اوښتي او د قاچاق کوونکو نيول د دې سبب کېږي چې له طالبانو سره د قاقچيانو د شبکې دا لړۍ پرې شي، د افغانستان پوليسو په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړې ده، نېشه يي مواد يوه نړيواله او سيمه ييزه ناوړه پديده ده، ځکه يې نو بايد په نړيواله کچه غوښتنه راکمه کړل شي.))له نېشه يي توکو سره د مبارزې معيينيت په  خبره د تېر کال په جريان کې  د نېشه يي توكيو پرضد د افغانستان په کچه نېږدې درې زره عمليات ترسره شوي او د دې عملياتو په جريان کې د درې زرو کسانو په شااوخوا کې لوی او واړه قاچاق کوونکي نيول شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha