صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | د مخدرو موادو پر ضد عمليات پراختيا مومي

د مخدرو موادو پر ضد عمليات پراختيا مومي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي ، چې د وسله والو طالبانو د مالي سرچينو د وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو عمليات له هلمند وروسته د افغانستان شمال ته هم غځېدلي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک قوماندان وايي: د مخدره موادو د کارخانو او وسله والو طالبانو د مالي سرچينو له منځه وړلو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو عمليات اوس هم دوام لري.جمس هيکر د پنجشنبې په ورځ له کابله د ويډيويي کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبريالانو ته ويلي چې په دغو عملياتو کې له دوي سره افغان کومانډويان، د ۲۱۵نمبر ميوند قول اردو او افغان هوايي ځواکونه هم ملګري دي. ښاغلي هيکر ويلي چې د دغو عملياتو له پيله بيا تر اوسه پورې وسله والو طالبانو او مافيايي ډلو ته نېږدې ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالره زيان اوښتي دي.نوموړي زياته کړه: :طالبان يوه جرمي شبکه ده چې د مخدره موادو له خرڅلاو څه پېسې ترلاسه کوي، د ۲۰۱۷ مېلادي کال په نومبر مياشت کې د دغو عملياتو له پيله تر اوسه د ۲۱۵ ميوند قول اردو، افغان کوماندويانو او افغان هوايي ځواک له امريکايي ځواکونو سره په ګډه يوازې وسله والو طالبانو ته په مستقيم ډول ۳۰ ميليونه او د مخدره موادو مافيايي ډلو ته ۱۶۰ ميليونه ډالره زيان اړولي، دا عمليات لاهم دوام لري، نه يوازې په هلمند کې ، بلکې د افغانستان ټولو برخو ته به وغځېږي.))د مخدره موادو د کارخانو د ويجاړولو او وسله والو طالبانو د مالي سرچينو د وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو هوايي عمليات د ۲۰۱۷ مېلادي کال په نومبر مياشت کې پيل شوي، خو تر ډېره بريده پر هلمند تمرکز شوي و ، چې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د توليد ستر مرکز بلل کېږي.،خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د سې شنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو هوايي عمليات د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان ته هم غځېدلي چې ترورېستي ډلو پر ځپلو سربېره د وسله والو طالبانو د مالي سرچينو وچول يې هم له مهمو هدفونو څخه ګڼل کېږي.هاخوا په افغانستان کې د ناټو پخواني سلاکار شفيق همدم بيا په دې باور دي چې له هلمند، وروسته بدخشان د وسله والو طالبانو او مافيايي ډلو د عايداتو لپاره يوه غوره مالي سرچينه ده.ښاغلي همدم وايي: وسله وال طالبان او مافيايي ډلې په بدخشان کې هم د طبيعي زېرمو د غير قانوني کيندنو او هم د مخدره موادو له پروسس څخه پېسې ترلاسه کوي.نوموړي زياته کړه: (( په شمال، په ځانګړي ډول بدخشان کې د وسله والو مخالفينو دوه عمومي عايداتي سرچينې شته چې مخدره مواد او طبيعي زېرمې دي، په بدخشان کې هم کوکنار کرل کېږي او هم د هيروينو د توليد لسګونه فابريکې په کې فعالې دي، بل دا چې بدخشان له مرکزي آسيا هېوادونو سره پولې لري چې قاچاق کوونکي له دې لارو څخه په استفادې کولای شي مرکزي آسيا هېوادونو او بيا اروپا ته مخدره مواد قاچاق کړي.))دغه ډول ښاغلي همدم وايي، چې په دې ولايت کې د مخدره موادو د فابريکو جوړښت د هلمند او نورو ولايتونو په پرتله توپير لري، ځکه چې بدخشان يو غرني ولايت دی او د مخدره موادو فابريکې هم تر ډېره حده د غرونو تر منځ او سمڅو کې جوړې شوي دي.دی د ناټو او افغان ګډو نظامي ځواکونو وروستيو هوايي بريدونو ته په پام کې نيولو سره د دغو عملياتو دوام ګټور بولي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha