صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | د نېشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه عامه پوهاوی اړين دى

د نېشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه عامه پوهاوی اړين دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نېشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه عامه پوهاوی اړين دى

د علومو اکاډمۍ د لومړی ځل لپاره د نېشه يي توكيو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي يو ورځني سيمينار جوړ کړ.دا سيمينار د علومو اکاډمۍ د فقهې او قانون مرکز د نېشه يي توکو د زيانونو، حراموالی او مخنيوي په اړه جوړ کړي و.

 دا چې په دې سيمينار کې په عمومي ډول پر کومو موضوعاتو بحث وشو، په دې اړه د دې سيمينار يو ويناوال برهان الله نيازي وايي: (( په دې سيمينار کې د مخدره توکو د ماهيت په اړه بحث وشو، د حراموالی دلايل يې په کې وڅېړل شول، همدارنګه د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه هم بحث وشو، دا سيمينار مو د دې لپاره جوړ کړ چې د نېشه يي موادو زيانونه بيان کړو، ټولنيز او کورني زيانونه يې مو بيان کړل او بيا مو د يوه پرېکړه ليک په شکل حکومت ته وړاندې کړ.))

دا چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د نېشه يي موادو کښت، استعمال، قاچاق او توليد د مخنيوي په اړه څه لارښوونې شوي دي په دې اړه د علومو اکاډمۍ د فقهي ډيپارټمنټ امر محقق يارمحمد صمدي وايي: (( د اسلام د مبارک دين له نظره د نېشه يي موادو کښت، توليد، قاچاق او ترافيک بيخې حرام دي، هغه څه چې انسان ته ريان رسوي، د اسلامي ټولنې په زيان دي او هغه څه چې الله جل جلاله يې خوړل حرام کړي، د هغه کښت هم حرام دي، ځيني فقها وايي، چې په مخدره موادو   کې ښکېل کسان بايد د شرابو غوندې مجازات شي، دا د قاضي او امام په حکم پورې اړه لري چې له تندي تريو کولو  پيل بيا تر اعدام پورې رسېږي، کله چې د مخدره موادو مافيا داسې به دې کړنې ترسره کړي، کولای شي چې مسلمان قاضي او امير پر هغه د اعدام حکم وکړي.))ډېر ځوانان له دې امله هم په نېشو اخته کېږي چې د نېشه يي موادو له زيانونو ناخبر وي، له همدې امله په دې سيمينار کې دې موضوع ته هم پاملرنه شوې وه، په دې اړه د علومو اکاډمۍ د تفسير او حديث د مرکز رييس څېړنوال عبدالرحمن عادل وايي: (( د مخدره توکو يو اساسي زيان دا دي چې استعمالوونکي يې د الله جل جلاله له اطاعت په ځانګړې توګه، له لمونځ څخه منعه کوي، هغه کسان چې په نېشه يي توکو اخته دي، وينو چې هغوی ديني اړخ خصوصاً لمونځ ته هېڅ ډول پاملرنه نه لري، دويم دا چې انسان د الله له ذکر څخه محروموي او هغه د مکلفيتونو احساس او درک چې ايمان يې تقاضا کوي، د مخدره توکو له امله زيانمنېږي، د مخدره توکو کارونه له انسان څخه حيا او سړيتوب اخلي، نېشه د الله د نعمتونو د زوال او عذابونو د نزول سبب کېږي.))اوس به دا واورو چې دا ډول سيمينارونه د عامو خلکو له نظره څومره موثر او ګټور دي.دوي وايي: (( نوم مې انجنير نجيب او د کابل اوسېدونکي يم، کوم سيمينار چې په علومو اکاډمۍ کې داير شوي، زيات ګټور دي، خو عام خلک استفاده نه شي ځنې کولای، نو په دې خاطر چې عام خلک استفاده ځنې وکړي، بايد د سيمينار مقالي د کتاب په شکل چاپ شي او په راډيو ګانو کې پروګرامونه پرې جوړ شي، تر څو عام خلک استفاده ځنې وکړي، ځکه چې د نېشه يي توکو متضررين اکثر عام خلک دي.))(( زما نوم محبوب الله لبيب او د بدخشان اوسېدونکي يم، د مخدره موادو د زيانونو په اړه زيات بحثونه کېږي، خو کله چې داسې سيمينارونه د پوهانو او محققينو له خوا کېږي، ډېر د اعتماد وړ او ګټور تمامېږي او د عامو خلکو د پوهې کچه لوړوي.)) (( زما نوم انجنير محمد يوسف او د جلال آباد يم، په علومو اکاډمۍ کې جوړ شوي سيمينار ګټور دي، ځکه له دې لارې د خلکو د پوهې کچه لوړېږي او بايد په داسې سيمينارونو کې د ټولنې بېلا بېل قشرونه ګډون وکړي چې د مخدره موادو په اړه يې د پوهې کچه لوړه شي.))له نېشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ مرستيال عثمان فروتن دا ډول سيمينارونه د نېشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې ګټور بولي او له نورو اکاډميکو ادارو څخه هم غواړي چې دې ته ورته سيمينارونه جوړ کړي.نوموړي زياتوي: (( کوم سيمينار چې په علومو اکاډمۍ کي جوړ شوي و، له شک پرته د اعتياد په مخنيوي او عامه پوهاوي په برخه کې ستر رول لري، په دې اړه هڅې بايد لا هم پراخې شي، داسې سيمينارونه له نېشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن دي، موږ له ټولو ادارو غواړو چې تر دې هم زياتې هڅې وکړي.))د مخدره موادو د مبارزې وزارت په هېواد کې د نېشه يي موادو له امله راپيدا شويو  ټولنيزو ستونزو ته په کتو سره وايي، چې که د هېواد ديني عالمان، څېړونکي او علمي مرکزونه له دولت سره په ګډه د نېشه يي موادو پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې لازمې هڅې وکړي ، نو د نېشه يي موادو کښت، توليد، قاچاق او استعمال تر ډېره بريده کمېداي شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha