صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | سږ كال د ترياكو حاصلات په بې ساري توګه لوړشوي

سږ كال د ترياكو حاصلات په بې ساري توګه لوړشوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سږ كال د ترياكو حاصلات په بې ساري توګه لوړشوي

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سږ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۶۳سلنه او د ترياکو توليد ۸۷ سلنه زيات شوى دى.دغه وزارت وايي:

سږ کال د   هېواد پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۶۳سلنه ډېروالى ښيي.د ياد وزارت د پاليسۍ مرستيال جاويد احمد قايم د چهارشنبې  په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وويل: د دې تر څنګ د ترياکو توليد ۹۰۰۰ ټنو ته رسېدلى چې د تېر کال په پرتله ۸۷سلنه زياتوالى ښيي.دى وايي: د افغانستان په جنوب، لوېديځ، شمال او ختيځ کې چې امنيتي ستونزې لري د ترياکو په کښت او توليد کې  ډېروالى راغلى دى. نوموړي زياته کړه:  (( د دغې سروې پر بنسټ په افغانستان کې په ۳۲۸۰۰۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي چې له بده مرغه د ۲۰۱۶ م کال په پرتله ۶۳ سلنه ډېروالي ښيي، دا راپور ښيي چې ۹۷ سلنه دا کوکنار د افغانستان په جنوبي، شمالي او ختيځ زون کې کرل شوي دي ، چې لوړ امنيتي ګواښونه لري.)) تېر کال د افغانستان ۱۳ ولايتونو د کوکنارو له کښت څخه پاک وو،  خو د سږ کال سروې ښيي چې له کوکنارو څخه د پاکو ولايتونو شمېر لسو ته راکښته شوى دى.د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت دا راپور د نېشه يي موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر يا ((UNODC )) په مرسته برابر کړى،  چې د چارواکو په باور واقعي شمېرې، ارقام او د کوکنارو د موجوده وضعيت رښتيني تصوير ښيي.د دغه  وزارت مرستيال جاويد احمد قايم وويل : په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزه اوس په يوه نړيواله موضوع بدله شوې ده او بايد نړيواله ټولنه يې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.دى وايي:ناامني، د وسله والو مخالفينو سره د مافيايي ډلو يو لاس کېدل، د مالي او تخنيکي سرچينو کموالى، د مشروع کرنيزو توکو د خرڅلاو لپاره د لازمو زمينو نشتوالى او د مخدره موادو لوړ نرخ هغه مهم عوامل دي چې په هېواد کې يې دا ستونزه جدي کړې ده.په عين حال کې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر يا (( UNODC )) وايي: د مخدره موادو څخه تر لاسه کېدونکي پيسې تر ډېره د بزګرانو جيبونو ته نه ځي بلکې ور څخه د هېواده بهر او د ننه قاچاق کوونکي استفاده کوي.په افغانستان کې د دغه دفتر مشر مارک کولن دغې خبري غونډې ته وويل : له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان عدلي او قضايي مرکز او پوليسو ته په دې برخه کې د جدي اقداماتو اړتيا ده.نوموړي زياته کړه: (( دې برخې ته ډېره پاملرنه په کار ده ، تر څو د نېشه يي توكو قاچاق کم شي، افغان حکومت بايد د  خپلو ادارو په تېره بيا د لوى  څارنوالۍ، عدلي او قضايي مرکز، اجرائيه قوې او نورو پر مټ په دې اړه لازم اقدامات وکړي.))له دې سره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي،: د کوکناور د کښت او د مخدره موادو د توليد سطحه داسې وخت لوړه شوې،  چې افغان حکومت د تېر کال راهيسې د مخدره موادو او قاچاقبرانو پر وړاندې هڅې هم تېزې کړي دي.د کورنيو چارو وزارت د نېشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معيين عبدالخليل بختيار دغې ګډې خبري غونډې ته وويل : دوى په همدې کال کې ۲۳۴۳ عمليات کړي او نږدې درې زره قاچاق کوونکي يې نيولي چې يو شمېر لوى قاچاق کوونکي هم په كې شامل دي،  خو د نېشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي: تر هغې چې د سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه په دې برخه کې لازمه  همکاري ونه کړي د افغانستان لپاره له دغې ناوړه پديدې سره مبارزه سخت کار دى. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha