صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | په افغانستان کې شاوخوا يو لک ماشومان پر نشو اخته دي

په افغانستان کې شاوخوا يو لک ماشومان پر نشو اخته دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې شاوخوا يو لک ماشومان پر نشو اخته دي

له مخدرو موادو سره د مبارزې او قانون د تطبيق په برخه کې د امريکا د نړيوالې ادارې څېړنه چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ ترسره شوې ښيي چې په هېواد کې د معتادو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

 د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د نېشهيي موادو د استعمال کمولو تقاضا رييس شاهپور يوسف ازادۍ راډيو ته وويل: په افغانستان کې نژدې يو لک ماشومان په نېشهيي موادو روږدي دي، خو د هغو ماشومانو شمېر تردې هم ډېر دی چې د نېشهيي موادو له استعماله اغېزمن شوي دي.ښاغلي شاهپور زياته کړه:(( له مخدرو موادو سره د مبارزې او قانون د تطبيق په برخه کې د امريکا د نړيوالې ادارې د څېړنې له مخې په افغانستان کې يو شمېر ماشومان په مستقيم ډول نېشهيي مواد استعمالوي، د دوی شمېر نېږدې يولک کسانو ته رسېږي، دوی معمولاً هغه کسان دي چې د کورنۍ غړي يې نېشهيي مواد استعمالوي، اوس يې ماشومان هم هڅولي چې نېشهيي مواد استعمال کړي.))د ښاغلي يوسف په خبره، دا ماشومان د مور د شيدو رودلو او کورنۍ د نورو غړو له لوري په نېشهيي موادو روږدي شوي، خو ډېری برخه يې هغه ماشومان دي چې په مستقيم ډول نېشهيي مواد استعمالوي.د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې درې ميليونه کسان په نېشهيي موادو روږدي دي چې يو ميليون يې ښځې او نېژدې يو لک يې ماشومان دي.اوس مهال د افغانستان په پايتخت او ولايتونو کې د روږدو کسانو د درملنې۱۸۰ مرکزونه شته چې د عامې روغتيا وزارت په خبره د دغو مرکزونو په سلو کې دېرش يې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي.د دې روغتيايي مرکزونو تر څنګ د عامې روغتيا وزارت د ماشومانو لپاره (په کور کې درملنه) نومي صحي پروګرام هم لري، ځکه ځينې کورنۍ د بې وزلۍ له امله او نور يې نه غواړي چې خپل ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور ولي.د نېشهيي موادو پرضد د مبارزې وزارت وياند حنيف دانشيار وايي، پر يو لک معتادو ماشومانو سربېره نېږدې يو ميليون نور ماشومان هم شته چې د نېشهيي موادو او اعتياد څخه اغيزمن شوي دي.له همدې امله دوی له کورنيو او ښوونځيو سره په ګډه کار کوي چې د دغو ماشومانو د اعتياد مخه ونيسي.د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کوکنارو پراخ کښت، د مخدرو موادو توليد او نېشهيي مواد په اسانۍ سره لاس ته راوړل د اندېښنې وړ بولي.د کمېسيون وياند بلال صديقي وايي، دا ماشومان په نشو اخته دي، په کور او ټولنه کې له بې وزلۍ او زور زياتي سره مخ، د ښوونې او روزنې له حقه بې برخې دي، دغه ډول له ذهني ودې څخه هم پاتې دي، دا هغه ستونزې دي چې که يې مخه ونه نيول شي، نو دا ماشومان به ښه راتلونکي ونهلري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha