صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | د مخدرو موادو قاچاق وړونكي به پر خپله سزا ورسول شي

د مخدرو موادو قاچاق وړونكي به پر خپله سزا ورسول شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخدرو موادو قاچاق وړونكي به پر خپله سزا ورسول شي

د افغانستان د کورنىو چارو وزارت چارواکي وايي: شاوخوا ۲۹زره کسان د افغانستان په زندانانونو کې بندىان دي. د وزارت چارواکي وايي: د دغې شمېرې ۲۳سلنه ىې د مخدره موادو د قاچاقو په جرم محکوم او زنداني شوي دي.

د وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معيىن خلىل بختىار د  چهارشنبې په ورځ   په کابل کې خبرىالانو ته ووىل:  په افغانستان کې شاوخوا درې مىلىونه وګړي، د مخدروتوكو په کاروبار لکه د کوکنارو کرل او د مخدرو موادو په تولىد کې ښکيل دي.د ښاغلي بختىار پر وىنا ىواځې د روان کال په لومړىو څلورو مىاشتو کې له مخدرو موادو سره د مبارزې پولىسو د افغانستان په کچه ۷۶۴ عملىات کړي او ۸۷۴ تنه لوى او کوچني قاچاقبران ىې نىولي دي.هغه ووىل: (( موږ کوښښ کوو، چې مجرمىن ژوندي ونىسو، وروسته بىا د قانون کار دى چې څه ډول ورباندې تطبىق کېږي، اوس مهال د هغو شمېرو له مخې:  چې موږ ىې لرو، ۲۳  سلنه  زندانىان د افغانستان په محبسونو کې د مخدره موادو قاچاقبران دي، موږ نه غواړو چې هغوى تلف شي.))ښاغلي بختىار زىاته کړه:   په نىول شوو کسانو کې ۱۵ پولىس، ۸ د اردو سرتېري، ۱۲ ښځې او ۸ بهرنىان هم شامل دي، چې پولىسو د روان لمرىز کال په لومړىو څلورو مىاشتو کې ۱۱۶ ټنه بېلابېل ډوله مخدره او کېمىاوي مواد هم کشف او ضبط کړي دي.د ښاغلي بختىار پر وىنا پولىسو په دې موده کې د هىروئينو د پروسىس او تولىد ۱۹ کارخانې هم له منځه وړي دي.د کورنىو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معيىن زىاته کړه، چې د تېر کال په پرتله سږکال د مخدره موادو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو د نىولو په کچه کې زىاتوالى راغلى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha