صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | امرىکايي چارواکى: وسله وال طالبان قاچاقبر ترهګر دي

امرىکايي چارواکى: وسله وال طالبان قاچاقبر ترهګر دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امرىکايي چارواکى:  وسله وال طالبان قاچاقبر ترهګر دي

د امرىکا د متحدو اىالاتو په بهرنىو چارو وزارت کې د نېشه ىي توکو پرضد او د قانون د ټىنګښت د نړىوالې ادارې مرستىال وىلىم برون فىلډ واىي: طالبان ترورېستي او قاچاقبره ډله ده.د امرىکا د متحدواىالاتو دغه لوړ پوړي چاروکي په افغانستان کې د نېشه ىې توکو او ناامنۍ ترمنځ په مستقىمو اړىکو ټىنګار وکړ او وىې وىل : په هغو ولاىتونو کې چې په پراخه توګه کوکنار کرل کېږي په کې وسله وال طالبان هم حضور او نفوذ لري.ښاغلي برون فىلډ ووىل

 (( دا سمه نه ده چې ووىل شي ، چې طالبان ىوازې وسله واله مخالفه ډله ده، ىا ىوازې تروېستي ډله ده،  وسله وال طالبان د نېشه ىي توکو د قاچاقبر او ترورېستي ډله ده، د دوى لپاره به د نېشه ىې توکو ترورېستي ډلې د اصطلاح کارونه سمه اصطلاح وي. باىد چې موږ د دې وىلو څخه ډډه وکړو چې دا ډله ګوندې جلا مساىلو سره کار لري، که د ترورېستي اوىا د  نېشه ىې توکو د قاچاق د ډلې په توګه ىاده شي دواړه اصطلاح د دغې ډلې لپاره صدق کوي. )) وىلىم برون فىلډ، د سه شنبې په مازد ىګر د امرىکا په سفارت کې له  خبرىالانو سره په خبرو کې دا هم ووىل:   په امرىکا کې د مصرف کېدونو هىرونىن تر څلور سلنو ىې له افغانستان څخه امرىکا ته قاچاق کېږي.ښاغلي برون فىلډ ووىل ((د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د نړۍ له اتىاو سلنې څخه زىات هىروىن دلته په افغانستان کې تولىدېږي او امرىکا چې نن د هىروىنو له بحران سره مخ ده، زموږ د اټکل له مخې د دوو څخه تر څلور سلنو پورې هىروىن چې موږ ىې مصرفوو له افغانستان څخه راځي. ))ښاغلي برون فىلډ د نېشه ىې توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د ستراتېژۍ په اړه د خبرو پر وخت، د نېشه ىي توکو د کاروبارىانو او لابراتورونو پرخلاف دغه ستراتېژي ډېره برىالۍ وګڼله او ويې وىل:   د افغانستان دکورنىو چارو د وزارت له نېشه ىې توکو سره د مبارزې د پولىسو د عملىاتو په پاىله کې، په تېرو اوو مىاشتو کې د درې سوو مىلىونو ډالرو په ارزښت نېشه ىې توکې له منځه وړل شوي دي.، خو د امرىکا د متحدو اىالاتو د نېشه ىې توکو سره د مبارزې د دغه چارواکي د وىنا له مخې: د کوکنارو د کر د اړولو په برخه کې دا ستراتېژي چندانې برىالۍ نه ده.هغه د نه برىالىتوب علت هم په سىاسي ډول د کوکنارو د کښت د اړولو سره د لىوالتىا کمښت وګاڼه او وىې وىل:   ډېر كروندګر جناىتکاران نه دي او هغوى د طالبانو د فشار له امله کوکنارو کرته زړه ښه کوي.ښاغلي برون فىلډ په نېشه د روږدو د درملنې په برخه کې هم د افغان حکومت هڅې وستاىلې او وىې وىل :  په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په نېشه ىې توکو د روږدو د درمنلې لپاره ۱۲۰ روغتونونه جوړ شوي دي.د امرىکا د نېشه ىې توکو سره د مبارزې د ادارې دغه لوړپوړې چارواکي د نړىوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د نېشه يې توکو سره د مبارزې په برخه کې د ستراتېژۍ د بدلولو د غوښتنې ملاتړ هم وکړ او وىې وىل: د امرىکا متحدو اىالاتو د افغانستان د نېشه ىې توکو سره د مبارزې لپاره ډېر زىات ملاتړ برابروي.هغه وړاندىز وکړ، چې په افغانستان کې د نېشه ىې توکو د ستونزې سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد ټول ګاونډىان بايد افغانستان ته لاس ورکړي او دا ځکه چې د نېشه ىې توکو قاچاق د همدغو هېوادونو له لارې نورۍ نړۍ ته ترسره کېږي.ښاغلي برون فىلډ ووىل (( افغانستان بحر ته لار نه لري د همدې له امله که هىروىن دي او که مورفىن او ىا هم اپىن باىد په لودىځ کې د اىران له لارې بهر ته لاړ شي، په شمال کې د منځنۍ آسىا د ىو هېواد له لارې او ىا هم په جنوب او ختىځ کې د پاکستان له لارې بهر ته لاره ومومي، که څه هم دا د دغو هېوادونو مسئولىت نه دى، خو هغوى د دې ستونزې سره د مبارزې لپاره خپل مسئولىتونه هم لري، د ىو ډېر ساده دلىل له مخې ، ځکه چې په نړۍ کې داسې هېواد نه شته چې هغه دې ىوازې د قاچاق لپاره وکارول شي، هر هېواد چې نېشه ىې توکې ىې له لارې قاچاق کېږي هغه د نېشه ىي توکو په مصرفي هېواد باندې هم بدلېږي .))د امرىکا د محتدو اىالاتو د نېشه ىې توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د ټىنګښت د نړىوالې ادارې مرستىال په افغانستان کې په هىروىنو او مورفىنو باندې د اپىنو د بدلولو لپاره د بهرنىو هېوادونو څخه دغه هېواد ته د کېمىاوي توکو د لېږد د مسئلې په اړه ووىل:افغان حکومت او امرىکا په دې مسئله کارکوي او په هکله به په نږدې راتلونکي کې نوې تګ لاره جوړه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha