صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | نړيواله ټولنه بايد د نېشه يي توکو د توليد، پروسس او قاچاق د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړي

نړيواله ټولنه بايد د نېشه يي توکو د توليد، پروسس او قاچاق د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نړيواله ټولنه بايد د نېشه يي توکو د توليد، پروسس او قاچاق د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې زبينې شپاروسر، سره وکتل.

 په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لورو له ترورېزم او نېشه يي توکو سره د مبارزې او د افغانستان او سيمې د مسايلو په اړه بحث اوخبرې وکړې.  جمهوررييس وويل: نېشه يي توکي يواځې د افغانستان نه، بلکې بين المللي ستونزه ده. هغه زياته کړه، طالبان  او نورې تروريستي ډلې غواړي په هغو سيمو  تمرکز ولري چې د نېشه يي توکو کښت پهکې زيات دى. جمهوررييس غني زياته کړه ، نړيواله ټولنه بايد د نېشه يي توکو د توليد، پروسس او قاچاق د شبکو په لمنځه وړلو کې ګډې هڅې وکړي. جمهوررييس وويل: طالبانو او نورو تروريستي ډلو ته درندې ضربې او زيانونه اوښتي او په دې وروستيو مياشتو کې يې يو شمېر قوماندانان هم وژل شوي دي. د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه: حکومت ژمن دى چې ولسمشريزې ټاکنې له کوم ځنډ پرته پر ټاکلي وخت وکړي او سږکال د ولسي جرګې ټاکنې هم لرو.محمداشرف غني وويل: د افغانستان حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين کلک تعهد لري  او له حزب اسلامي سره د سولې هوكړه د دغه تعهد ښکاره بېلګه ده. هغه زياته کړه، هغه افغان طالبان چې سولې ته تيار دي، د سولې دروازه يې پرمخ پرانېستې ده، ځکه په هېواد کې دايمي سوله زموږ اساسي غوښتنه ده.  جمهوررييس په دې کتنه کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان دولت د هڅو په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي د هېواد په امنيتي بنسټونو کې د مثبتو تغييراتو په اړه وويل: موږ څلور کلن امنيتي پلان لرو او په دې اړه زموږ موخې مشخصې او معلومې دي. په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې زبينې شپاروسر په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د تروريستي پېښې له امله جمهور رييس او د افغانستان خلکو ته د تسليت او همدردۍ ترڅنګ وويل: د افغانستان ستونزه بايد د مذاکراتو او بين الافغاني سولې له لارې حلوفصل شي او موږ دا درک کوو چې د افغانستان حکومت د سولې او ثبات په برخه کې ډېرې هڅې کړې او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدين حکمتيار راتګ هم د همدغو هڅو پايله ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha