صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | مخدرو توکی | په ننګرهار کې د کوکنارو د کر کيلې د بندولو سپارښتنه

په ننګرهار کې د کوکنارو د کر کيلې د بندولو سپارښتنه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ننګرهار کې د کوکنارو د کر کيلې د بندولو سپارښتنه

امريکايۍ فوربس Forbes مجلې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره ننګرهار ولايت کې د کوکنارو د کر کيلې د بندولو سپارښتنه کړې.

خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې د کابل د سردار محمد داود خان پر روغتون حملې ته د اشارې په ترڅ کې ليکي:

دا د شاهين ۲۵ په نوم په ننګرهار ولايت کې د افغان ځواکونو د هغو عملياتو په وړاندې د داعش ځوابي اقدام و چې په نتيجه کې يې د افغان چارواکو په وينا د دې ډلې شاوخوا ۲۵۰ وسله وال ووژل شول.

فوربس په افغانستان کې د داعش ډلې د وروستيو حملو يادونه کوي او ليکي:

د دې ډلې پر ضد د ځپونکو عملياتو دوام اړتيا ده خو خپرونه زياتوي چې کله هم د داعش وسله وال د عملياتو پر مهال مړه يا نيول کېږي نو دا ډله سمدستي د ډيورنډ کرښې پورې غاړې له افراطي ډلو څخه نور کسان استخداموي.فوربس ليکي چې داعش او نورې ورانکارې ډلې د خپلو فعاليتونو د تمويل لپاره د مخدرو موادو د قاچاق له عوايدو څخه کار اخلي.خپرونه وړاندې ليکي چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د مخدرو موادو په توليد کې د ۴۳ په سلو کې زياتوالى يو علت په چين کې د کوکنارو د توليد شوي يو ډول تخم ترويج دى نو ځکه د فوربس د مطلب ليکوال سپارښتنه کوي چې د داعش او نورو ترورېستي ډلو د مالي سرچينو د وچولو لپاره په ننګرهار ولايت کې د مخدروموادو د عرضې او تقاضا او له کروندګرو د عشر د اخيستو مخنيوي ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.د امريکا چاپ بله مجله نيوزويک په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش د کمزوري کېدو په اړه په مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې دا ډله په افغانستان کې د خپل خلافت په اعلانولو بريالۍ نه شوه.

خپرونه ليکي:

په افغانستان کې د داعش ډلې دريځ ورځ په ورځ کمزوري کېږي. د نيوزويک مطلب زياتوي د امريکا پوځ ژمنه کړې چې د روان کال ترپايه به دا ډله له مينځه يوسي، په داسې حال کې چې افغان او نړيوالو ځواکونو لادمخه ډېرې هغه سيمې بېرته نيولې چې پخوا داعشيانو ولکه پرې درلوده. نيوزويک د افغانستان د کارپوهانو د شبکې د يوه څېړونکي له قوله چې نوم يې نه دى اخيستى ليکي، که څه هم افغانستان په معاصره زمانه کې د جهاد بنسټ اېښودونکى هېواد دى خو دا د داعش لپاره چې په کې ځان ته د پښو د ځاى په موندلو کې پاتې راغلى يوه شرموونکې ماتې ده. خپرونه زياتوي، داعش ډلې چې دوه نيم کاله مخکې له پاکستاني طالبانو د جلا شويو ناراضي قوماندانو له خوا جوړه شوه په افغانستان کې له نږدې څلور سوه ولسواليو د ختيځ پر يوازې يوې کوچنۍ سيمې ولکه ټينګه کړې ده. نيوزويک ليکي داسې ښکاري چې په ټول افغانستان کې د داعش ډلې د تور بېرغ د رپولو لپاره د هڅو د زوال وخت رارسېدلى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha