صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | حقوق بشر | يو شمېر افغان ماشومان د نېشه يي توکو د غير قانوني تجارت قرباني دي

يو شمېر افغان ماشومان د نېشه يي توکو د غير قانوني تجارت قرباني دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
يو شمېر افغان ماشومان د نېشه يي توکو د غير قانوني تجارت قرباني دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د يونيسف اداره وايي: په افغانستان کې يو شمېر ماشومان د مخدره موادو د غير قانوني تجارت قرباني دى. په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسف د مخدره موادو په قاچاق کې د ماشومانو په کارولو اندېښنه څرګندوي د دې ادارې وياند فريدون ارين له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې پر افغان امنيتي ځواکونو غږ وکړ، هغه ماشومان وژغورئ چې د مخدره موادو د قاچاقو قرباني کېږي.

ښاغلي ارين وويل: دوی هم له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي چې ماشومانو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړي.دي وايي: (( کله چې له ماشومانو څخه د مخدره موادو په قاچاقو کې کار اخيستل کېږي، دا څرګندوي چې ماشومان د دې حالت قربانيان دي، د يونيسف اداره په دې اړه اندېښمنه ده، او د افغانستان امنيتي ادارې دې په دې برخه کې لاس په کار شي او هغه ماشومان دې وژغوري چې ناوړه ګټه ترې اخيستل کېږي.)) له دې مخکې د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم له دې امله اندېښنه ښودلې وه، چې له ماشومانو څخه په ترورېستي پېښو، مخدره موادو په قاچاقو او داسې نورو ناوړه کارونو کې کار اخيستل کېږي.د چارواکو په خبره: د دې ماشومانو د وضعيت د ښه کېدو لپاره د دوی له هڅو سره سره بيا هم د ماشومانو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعيت په اړه اندېښنه ښيي.د دې ادارې د ماشومانو د برخې مسوول نجيب ځدراڼ ببرکزي وايي:  دوی هم داسې شکايتونه ثبت کړي چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د نورو ناوړه کارونو تر څنګ، يو شمېر قاچاق کوونکي ډلې د مخدره موادو په قاچاقو کې له ماشومانو څخه کار اخلي.نوموړي وايي: (( په سرحدي سيمو لکه زرنج او اسلام كلا کې او همدا راز په تورخم کې چې د بشري حقونو ناظرين هلته موجود دي، داسې ډېرې پېښې ثبت شوي چې له ماشومانو څخه د مخدره موادو په قاچاقو کې استفاده کېږي چې دا کار د ماشومانو ژوند ته ستر زيان اړوي.))د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون بېوزلي، د عامه پوهاوي نشتوالي هغه عوامل يادوی چې مافيايي ډلو ته يې زمينه برابره کړې چې خپلو شومو هدفونو ته د رسېدو لپاره له ماشومانو کار واخلي.د شمېرو له مخې: اوس مهال په افغانستان کې نېږدې درې نيم ميليونه افغانان په مستقيم او غير مستقيم ډول په نېشو اخته دي چې يو ميليون ‌يې ښځې او نېږدې يو لک‌ يې ماشومان دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha